نظــر

د جان بولټن کتاب ته لنډه کتنه

ابوحدير

د ټرمپ د ملي امنیت پخوانئ سلاکار  جان بو لټن چې تقریبا  کال مخکې  ۱۰سپتمبر ۲۰۱۹ یی د سیاسي اختلافاتو له کبله ټرمپ ته استعفی ورکړه او یا له دندې لرې شو  د نوموړي نوي لیکل شوي کتاب (د پیښو اطاق) چې ۵۷۰ صفحو باندې مشتمل دی خلاصه په لاندې توګه ترتیب شوې.

د لیکوال لنډه پېژندنه :
جان بو لټن په کال ۱۹۴۸ د امریکا په مریلنډ  کی زیږدلی دی. د۱۹۸۵ حخه تر ۱۹۸۹ پورې د ریګن په حکومت کې د لوی څارنوال معاون په حیث کار کړی،د ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ پورې د مشر بش سره د  معاون وزیر خارجه په توګه.

۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د جورج بش په حکومت کې  په وزارت خارجه کې د اسلحو د کنټرول او نړیوال امنیت بخش مشر پاتی شوی،۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ پورې ملل متحد کې د امریکا سفیر وو.

مخکینی کتاب : په ۲۰۰۷ کال کې یو ( تسلیمی کوم اپشن ندی ) هم لیکلی دی .همدارنګه په ۲۰۱۰کې یې د اوباما په خلاف هم یو کتاب لیکلی و.

د اپریل ۲۰۱۸  څخه تر ۱۰ سپتمبر ۲۰۱۹ پورې د ټرمپ ادارې د ملي امنیت سلاکار و.

سخت دریځی باندې مشهور دی ، د نظامی مداخلتونو طرف دار  پاتې شوی خصوصا پّ سوریه ، لیبیا او ایران په اړه اوپه عراق باندې د حملې تایید کونکو څخه دی.

د کتاب په اړه  تاثر:

د حوادثو اطاق کتاب د لیکوال جان بولټن  د ټرمپ سره د یو نیم کال رسمی ماموریت او یو کال غیر رسمی ارتباط باندې راڅرخی ، نوموړی پدې کتاب کې  د هغه وخت  ټولو مهمو نړیوالو جریانو په اړه لیکلی دي  ، د ایران سره مشکل ،د جنوبی کوریا مشر سره د ټرمپ لیدنې  ، چین او روسیی سره اړیکې ، وینزویلا سره جنجال او نور موضوعاتو په اړه غږیدلی.

د ایران د موضوع پرته یې په مجموع کې د ټرمپ ټول سیاست ، فکر او تګلاره  د امریکا د ملي مصالحو خلاف بللې یو ځای کې یی لیکلی چې د ټرمپ دوهمه دوره به تر اولې هم ډیره خطرناکه وی ځکه د نوموړي دریځونه د ملي مصالحو نه بلکې د شخصي فهم او سیاست باندې ولاړ وی.

د افغانستان او طالبانو په اړه په کتاب کې څه دي ؟

د افغانستان په اړه مشخصا د ټرمپ نظر او تګلاره کلک تر انتقاد لاندې نیولې ، دا چې ټرمپ پدې نظر و چې د افغانستان جګړه او نورې لرې جګړې د امریکا په ګټه ندی ، هسې بې ځایه پیسې مصرفول دی  او باید ژر ختمې شي نوموړي کلک مخالفت کړی او وایی چې د امریکا د مصالحو او امنیت پخاطر جګړه باید په هر قیمت او هر ځای کې چې وي باید وشي.

د افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو مخالف وو او  نظر یې  دا و چې امریکا  هلته د تروریزم خلاف جګړې لپاره باید عسکر او اډې ولري  تر څو د تروریستانو خلاف جنګ او د پاکستان او ایران د اتومی پروګرامونو باندې نظر وساتي.

جان بولټن پدې کتاب کې د طالبانو په اړه ډیر منفی نظر وړاندې کړی چې دوی ګواکې تروریزم خوښوی او د خبرو وړ ندی ، اعتبار نشی پرې کیدلی ، توافق نامې ته ژمن ندی ، او د ټرمپ د کمپ ډیوډ  ملاقات د ترتیباتو په اړه چې (پام کې وه د طالبانو او ټرمپ تر منځ په ۸ د سپتمبر ملاقات وشی چې بیا ونشو) کوم لیکل کړی طالبان یی د مجرمینو او بد ماشانو په نوم یاد کړی.

جان بولټن پدې کتاب کې د افغان حکومت سره ډیره نرمی کړی د کتاب د روحیې څخه معلومیږی چې کله به ټرمپ د افغان حکومت چارواکو د مالی غبن او فساد ذکر کولو دوی به خبره بې اهمیت نیوله او ټرمپ یی په خپل کتاب کې پدې ریشخند کړی چې د کرزی او اشرف غنی فرق یی نشو کولی ، همدارنګه بل ځای کې د جنرال ډنفور‌ډ هغه قول نقل کړی چې ټرمپ ته یی وییل چې د کابل حکومت فساد مونږ منلی او اصلاح کولی شو خو د طالبانو سره  توافق نامه کې که خطا شو تاوان یی ډیر دی.

د افغانستان په اړه ددې کتاب څخه ځینی اقتباسات:

 ۴۰ صفحه
ټرمپ راته ویل ، زه غواړم د منځنی ختیځ د وحشت ناک جنګونو څخه راووځم ، مونږ د هغه خلکو لپاره داعش وژنو چې زمونږ دښمنان دی ، بولټن وایی زما په فکر اشاره یی روسیه ، ایران او اسد ته وه .ټرمپ وایی زما مشاورین دوه تقسیمه دی یو دا نظر لري چی د ډیر وخت لباره هلته پاتی شو او بله ډله وایی د لږ وخت لپاره خو زه هیڅ پاتی کیدل نه غواړم.

۱۶۸ صفحه
د ټرمپ د ملی امنیت پخوانی مشاور  جان بولټن په خپل کتاب کی لیکی چی د امریکا په خلاف د اسلامی تروریزم جنګ د ۱۱ سپتمبر نه دیر مخکې پیل شوی او دیر وخت به دوام ولري خو ټرمپ دا خبر نه خوښوله او داسې یی ښودله چی دا ریشتیا ندی.

صفحه ۱۹۴/۱۹۵
بولټن لیکي د ۲۰۱۸ په اخرو کې افغانستان د ټرمپ لپاره یو سر درد ګرځیدیلی و ، ټرمپ هر هغه صلاحیت او امکانات چی دفاع وزیر میتس غوښتل ور یی کړل ترڅو طالبان ختم کړي خو کوم هدفه چې امریکا په عراق سوریه کې د داعش په ختمولو سره ترلاسه کړ په افغانستان کې ترلاسه نشو بلکې حالات لا د خرابیدو په طرف روان وو کوم چې ټرمپ ډیر ځورولو.

ټرمپ په افغانستان کې د امریکا مسلسل نظامي حضور مخالف و ، دوه دلایل یی ویل یو دا چې هغه په کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په لرې ځایو کې به دا نه ختمیدونکی جنګونه ختموي او دوهم دلیل یی د اقتصادي او نظامي کومکونو بې ځایه مصرفیدل ښودل،خو زما مخالفت ددې نه ختمیدونکی جنګونو د اصطلاح سره دا وو  چې دا جنګ مونږ نه و شروع کړی مونږ یی یو طرفه په یوه خبر نشو ودرولی ، دلته بیا د اسلامی تروریزم د افکارو او اهدافو په اړه یو څه خبره کوی او بیا لیکی چې دا جنګ ددې لپاره نه و چې مونږ افغانستان ، عراق او سوریه ښایسته او د اوسیدو لپاره خوندي هیواد کړو بلکې ددې لپاره چې امریکا د بل ۱۱ سپتمبر څخه وژغورو ، اوس هم تهدید موجود دي هیڅ ځای لرې ندی کوم چې مونږ ورته لرې ځایونه وایو ، تروریستان د لرګیو په ګشتی کې امریکا ته نه راځي.

صفحه ۱۹۷
کې لیکلی د خلیلزاد تر ټاکلو مخکې ټرمپ د هغه په اړه وییلی وو ما اوریدلی هغه conman دی ، چلباز سړی دی. ددې لفظ تعرف داسې دی ، هغه چلباز سړی چې کولی شی خلک  تیرباسی  پیسې او شتمنی یی ترلاسه کړی.

صفحه نمبر  ۱۹۷
په یو مجلس کې ټرمپ په دفاع وزیر میتس باندې غصه شو چې مونږ هلته (افغانستان) وهل خورو او هغوی پوهیږی چې مونږ وهل کیږو .مونږ هر څه باییللی ،دا بشپړه ناکامی او شرم دی ، زه نفرت لرم چې دا خبرو باندې غږیږم ، دا هر څه یو احمق انسان بوش کار دی مونږ اوس هم په کونه وهل خورو.
میتس ورته وییل داعش تراوسه هم افغانستان کې موجود دی ، ټرمپ جواب ورکړ پریده چې روسیه داعش سنبال کړی.

صفحه نمبر ۱۹۹
بولټن لیکی ما یو سهار چایو مجلس کی میتس او مایک پمپیو ته اوییل مونږ باید دریو پوښتنو ته جواب پیدا کړو.

۱. زمونږ د وتلو وروسته به افغان حکومت سقوط وکړی که نه ؟ که سقوط کوی نو سومره زر به وی ؟

۲. القاعده ، داعش او نوری تروریستی ډلی به زمونو وتلو ته څنګه عکس العمل وښایی او سومره زر به یی وښایي؟

۳. او سومره وخت کی به مختلفی تروریستی ډلی وتوانیږی چی په امریکا حملې پلان کړی

صفحه ۲۰۵
ټرمپ عموما د بریفنګ یا معلوماتی راپور اوریدل نه خوښول.د هفتې دوه وارې به ټرمپ ته استخباراتی راپور اورول کیدو خو د تر راپور اوریدلو به دده خپلو خبرو دیر وخت نیوه.

صفحه ۲۰۶
بولټن لیکي:
د ټرمپ د دفتر رییس جان کیلی ځوی چی نظامی افسر و په ۲۰۱۰ کال سنګین کی وژل شوی و خو څنګه چی ټرمپ د افغانستان جنګ ته بې ارزښته کتل نو وییل یی چی د کیلی ځوي بې ضرورته وژل شوی.

صفحه ۳۹۵
په ۳۰ اګست ۲۰۱۹ هغه مجلس چې خلیلزاد د دوحې نه انلایت او زه د وارسا نه انلاین وم . د سولې مداکرات نهایی شوی وو او د امضاء او نور اړوند موضوعاتو  په اړه مجلس راغوښتل شوی وو.

ټرمپ بیا دا خبرې ته اشاره وکړه  چې طالبان خپله خاوره برته غواړی  (یعنی مونږ د هغوي خاوره نیولې)
ټرمپ راته وییل ، جان ته دا توافق نامه امضاء کوې ؟ ما ورته وییل نه ، او بیا مې تشریجات ورکړل چې مونږ باید ۸۶۰۰ عسکر هلته ولرو ، استخباراتی کسان ولرو او په مجموع کې د پښې ځاي هلته ولرو او د افغانستان انتخاباتو پورې دغه امضاء وځنډوو.

ټرمپ وپوښتل ایا دغه توافق نامه په پایداره وی ؟ ما ورته کړل نه ، ځکه طالبان دیته پابند نه پاتی کیږی، پدې وخت کې ټرمپ پدې خبرې سره ټول مجلس حیران کړ چې زه غواړم د طالبانو سره خبرې وکړم دوي واشنګتن ته راوغواړی . زه د امضاء نه مخکې  اشرف غنی او طالبان دواړه دلته واشنګټن کې غواړم ، زه په تلیفون دا کار نکوم ، خلیلزاد ورته وییل طالبان به پدې کار ډیر خوشحاله شي.

د کتاب عمومي چار چوکاټ:

کتاب په پنځلس فصلونو باندې ویشل شوي دی او هر فصل خپل نوم لري:

لومړی فصل:
د کتاب لومړی فصل د ۶ صفحې څخه تر ۴۲ صفحې پورې د ټرمپ د بریا وروسته لومړنی حالاتو باندې څرخي ، د ټرمپ سره د لیکوال ملاقاتونه او د هغه بحث پکې دی چې ټرمپ څنګه د ځان لپاره ټیم وټاکلو او ټرمپ د خپل حکومت لپاره څه چیلنجونه درلودل.

دوهم فصل:
دوهم فصل د ۴۲ تر ۵۸ صفحې پورې دی چې عموما پکې د سوریی وضعیت او د بشار اسد د حکو مت لخوا د کیمیایی اسلحو استعمال او د امریکا غبرګون په اړه بحث پکې شوی.

دریم فصل:
دریم فصل چې د ۵۹ صفحې څخه ۷۲ صفحې پورې دی ، د ایران او د شمالی کوریا د اتومی اسلحو پروګرام او د امریکا موقف په اړه بحث پکې شوی دی.

څلورم فصل:
۷۳ نه تر ۱۱۷ صفحو پورې د شمالی کوریا سره د اړیکو او د ټرمپ او کیم جون اونګ د ملاقاتونو بحث لري.

پنځم فصل:
دا فصل د ۱۱۷ نه تر ۱۴۵ صفحو پورې د ناټو د دریو غونډو جریان پکې بیان شوی.

شپږم فصل:
پدې فصل کې د ۱۴۶ تر ۱۶۷ صفحو پورې د روسیی او امریکا د اړیکو بحث دی.

اووم فصل:
دغه فصل ته لیکوال لاندې عنوان ورکړی.
ټرمپ د افغانستان او سوریه څخه د وتلو دروازې په لټه دی خو موندلی نشي.

۱۶۸ صفحې نه تر ۱۹۴ پورې د سوریی په اړه دی
د ۱۹۴ څخه تر ۲۰۴ صفحې پورې د افغانستان بحث ته ځانکړی شوی.

د افغانستان بحث ته لیکوال د مخکښې دفاع نوم ورکړی دی.

اتم فصل:
د ۲۰۴ صفحې تر ۲۲۴ صفحې پورې دغه فصل کې هم د ترمپ د حکومت داخلي مسایل ، د افغانستان او ځینی نورو موضوعاتو باندې بحث کړی او همدارنګه د خاشوقجی د قتل او د سعودی سره د اړیکو په مسله یو څه بحث شته .د کډوالو پر موضوع د ټرمپ جنجالی موقف ته هم ځای ورکړ شوی.

نهم فصل:
۲۲۵ صفحې تر ۲۵۹ پورې. د وینزیولا باره کې دی.

لسم فصل:
۲۶۰ صفحې څخه تر ۲۸۸ د چين باره کې بحث دی.

یوولسم فصل:
۲۸۹ تر ۳۲۷ د شمالی کوریا او کیم جون اونګ سره د ټرمپ ملاقاتو باره کې.

دولسم فصل:
د ۳۲۸ صفحې څخه تر ۳۸۱ پورې پدې فصل کې مشخصا د ایران په خلاف د پابندیو بحث شوی دی.

دیارلسم فصل:
د ۳۸۲ صفحې څځه تر ۴۰۰ پورې .عنوان یې دې  افغانستان د تروریزم په خلاف جنګ تر کمپ ډیوډ پورې چې نزدی مس شو.
پدغه فصل کې هم د افغانستان په اړه بحث شته خصوصا د مذاکراتو نهایی کیدل او بیا د ټرمپ لخوا مذاکرات لغوه کول.

څوارلسم فصل:
د ۴۰۱ صفحې څخه تر ۴۳۴د صفحو پورې یوکراین موضوع باندې راڅرخي.

پنځلسم فصل:
دغه فصل چې ۴۳۶ صفحې څخه ۴۴۵ صفحې پورې دي  لیکوال د کتاب پای یا (خلاصه د خبرې) نوم ورکړی او وایی چې زه په خپلو خبرو ولاړ یم او باور لرم چې زما خبرې او تحلیلونه به وروسته خلکو ته ثابت شی چې صحي دی.

پاي
۲۹ د جون ۲۰۲۰

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close