نظــر

طالب ولې نه ماتېږي؟

ارین افغان

شل کاله وړاندې د امریکا په مشرئ د نړۍ د صلیبي قواوو یو سیلاب د افغانستان په خاوره راواوښت او د افغانستان په پاکه خاوره د نړۍ یوازینی سوچه اسلامي نظام یې له منځه یووړ.

هغه مهال د امریکایي او متحدو قواو اعلی سرقومندان جورج بوش نه یوازې دا چې په واضحه ډول یې د جګړې صلیبي بڼه اعلان کړه بلکه د نړۍ ټولو (اسلامي او غیر اسلامي هیوادو)  رهبرانو ته یې ښکاره وویل چې نړۍ دوه انتخابه لري ۱ یا به د امریکا سره دریږي ۲ یا به هم د طالبانو سره!

په دې اعلان سره د نړۍ هېڅ داسې هیواد پاته نه شو چې په یو نه یو ډول د امریکا سره مرسته ونه کړي، دا حالت د اسلامي امارت لپاره په بېساري ډول سخت او فشار راوړونکی وو خو د ټینګ عزم او راسخې عقیدې په وسله سمبال او د هیڅ په شمیر د مادي امکاناتو درلودنکی دا طاقت نه یوازې دا چې ونه ویردلو، بالعکس د نړۍ تر ټولو ستر نظامي جبروت ته یې داسې یو   غیرت او شجاعت ډک ځواب ورکړ چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړله ، اسلامي زعامت په خورا ساده او ملنګانه ژبه ورته وویل چې د امریکا هیڅ غوښتنه نشي منلی او که دوی افغانستان ونیسي هم نو حکومت به څنګه کوي؟

خورا ساده او د غرور نه ډک ځواب!!!
د اشغال نه وروسته د سپېڅلي جهاد د بېرته شروع کیدو په لمړیو وختو کې به د وخت غلام او د شاه شجاع لاروي “کرزي ”  ویل چې طالبان یو څو تنه دي ډېر زر به یې کار خلاص کړو …

مګر له هغه زمانې  شل کاله تېر شول کرزي چې کوم  پنځوس طالبان یادول هغه نه یوازې دا چې ورک نه شول بالعکس د زرګونو شهیدانو په ورکړې او د زرهاوو زندانیانو په منلو او د سلګونو او زرګونو زخمي کیدلو او معیوبیدلو سره سره لا هم ژوندې دي، جګړې کوي، زور یې د صفر نه ۱۸۰ درجې لوړ شو، ځمکې یې بېرته ونیولې، نړۍ یې چیلنج کړه، امریکا غوندې طاقت یې د آسمان نه ځمکې ته راښکته کړ، د زور نه یې زاریو ته راوستل، دولتونو د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاره ورسره ونیوله، نړۍ یې په قووت او حقانیت اعتراف وکړ، د مظلومانو هیلې یې پوره کېدو ته ورسولې او د هر ډول انحراف نه په امن پاته شول.

خو ولې؟
دا کوم قووت وو چې دوی یې د نړۍ د سیالانو سیال کړل؟
د دې قووت راز په څه کې وو؟
ولې د دومره اوږده مقاومت نه ستړي نه شول؟ ولې مات نه شول؟ او داسې په لسګونه ولې شته چې د سالم فکر او عقل څښتن باید ورباندې غور وکړي، درک یې کړي او اعتراف وکړي!

موږ د اسلامي امارت د مبارزې د بریا یو څو معنوي رازونه داسې وینو:

د الله نصرت:  پرته له شکه چې د الله د نصرت په شته والي کې به د حق ډله هیڅ کله د فنا غیږې ته ولاړه نشي او دا چې د اسلامي امارت ډله د رحمان ډله ده نو ځکه د شیطان ډلې به هیڅ کله پرې غالبه نشي.

سالمه رهبري:  الحمدلله د اسلامي امارت رهبري؛ خپلې دعوا، حرکت او ملت ته په پوره ډول صادق دي او د باطلو زعامتونو په شان د مجللو دربارونو د دیوالونو له شا خپل کاروان نه رهبري کوي،  دوی عملا په سنګر کې مخکښان دي، د ځانونو او اولادونو قربانۍ ورکوي او خپل سپېڅلي کاروان ته رڼا او احساس وربښي، زموږ د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله د هجر او ملنګۍ ډک ژوند، د منصور تقبله الله سوزیدلی وجود، د شیخ صاحب حفظه الله د زړه د ټوټې استشهاد، د حقاني رحمه الله د کورنۍ سرښندنې او شهادتونه او د سیف الله منصور غوندې د اتلانو د بدن ټوټه ټوټه کیدل یې یو څو نمونې دي،  نو ولې به د اسلامي فوځ عادي لښکریان د کفر او ارتداد صفونه  نه څیري؟

اطاعت:  د دوی د جهاد د بریا یو ځانګړی راز دی چې هر ماتحت په هر معروف  کې د خپل امیر داسې اطاعت کوي لکه د الله او رسول اطاعت.

راسخه عقیده، سپېڅلی اخلاص او پاک نیت:  همدا وجه ده چې د اسلام سرتیري د معاش او مادي امتیاز پرته، په میاشتو او کلونو د کوره څخه مسافر وي، شهادت په ورین تندي مني، زندان او دار ته هسکه غړۍ ورځي، زخم، ټپ او د بدن غړي د لاسه ورکول د قیامت په ورځ د الله جل جلاله لپاره حجت او دلیل ګڼي او په افتخار سره یې مني!

دلته د باطلو او اجیرو د مجهزو او ترینینګ شوو عسکرو سره واضح فرق دا دی چې دوی د مادي امتباز او څو ناچیزو پیسو په بدل کې جنګیږي خو عزم او اراده یې د شغالانو په شان بې ثباته وي، له هر ډګر نه تښتي، ذلیل کیږي، ماتیږي، شرمیږي او د پرمختګ پر ځای پړمخ لویږي.

په خپل جهادي حقانیت باور لرل: د کلونو کلونو راهیسې د هر ډول غږیږو، تصویري او چاپي رسنیو پوچو او ګمراه کوونکو تبلیغاتو طوفان او د سوشل میډیا د شیطانانو هیڅ جال دوی په معنوی لحاظ راګیر نه کړای شول، نه یې په خپل مسیر کې سست کړل، نه یې شکمن کړل او نه یې هم منحرف کړل، بالعکس د کفر د فوځي یرغل تر څنګ یې د تبلیغاتو په ډګر کې داسې محکم سنګرونه ونیول چې د کفر د هر مکر په سر یې د ابطال کرښه کش کړه او په خپل حقانیت یې دا د تبلیغاتو ډګر هم فتحه کړ. الحمدلله.

بالعکس د اجیرو لښکرو عسکر تل په خپل کار او منهج شکمن وي، شرمیږي پرې او تذلذل او زړه نازړه والی  پکې وي . همدا وجه ده چې هره ورځ او میاشت په لسګونو او سلګونو تعداد کې تسلیمیږي، د اسلامي امارت د محبت او سکون غیږې ته پناه وړي، توبې باسي،  د خپلې اسلام ضد جګړې لاس اخلي او یا بېرته د دښمن په مقابل کې سنګر نیسي.

د خپل رب په نصرت او مرسته اعتماد لرل: دوی د جګړې په ډګر او محاذونو کې د فقر، بیچارګۍ او تنګلاسۍ ژوند په دې هیله او امید په پوره مینه او ثبات تیروي چې د الله نصرت خامخا راتلونکی دی او بالآخره وروستۍ نتیجه او فتحه به  د دوی وي، ځکه خو یې د الله له دربار څخه د نا امیدۍ پرته دوه لسیزې په ډېر صبر او د هر ډول تکالیفو په منلو دا دی د حق کاروان د بري تر بریده ورساوه.

او داسې نورې ځانګړتیاوې او خصوصیات دي چې د باطلو لښکرو او مذبذبو حرکتونو څخه یې دوی جلا او یو خاص مقام ته رسولي دي او د نړۍ تر ټولو قوي او مجهزو لښکرو ته یې د سرپه کاسه کې اوبه ورکړلې.

د داسې یو الهي لښکر سره یو ځای کیدل د الله یو لوی نعمت او پیرزوینه ده چې تل یې باید د هغه منان رب څخه د دوی سره د یو ځای والي، مرستې او قوت لپاره دعا وکړو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دی مات کړی. د روزنی فابریکه یی چالانه ده نو ولی به مات شی. کچیری په ریښتیا بیطرفه یاستی بیانو دا لاندی تصویر هم زما تبصری سره پریږدی چی خلګ یی وګوری چی طالب ولی نه ماتیږی.

31952455_154342188745530_3534671691340840960_n.jpg
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close