شعـــــرونه

د صحرا چوپه چوپتیا/ رحمت الله حکيمي

رحمت الله حکيمي

د صحرا چوپه چوپتیا
څومره شور لري غوغا
چا وې چوپه ده صحرا
دا شرنګا اورم  د چا؟
دا ښکالو د بل چا نه ده!
دا ښکالو ده د لیلا
چې له هرې تپې اورم
د مجنون د زړه درزا
هر قدم لیلا لیلا شي
هر قدم شرنګا شرنګا
هره کریغه د مجنون وړي
د تمام جهان ښکلا
بل یې سیل ته راوتې
د غاټولو ښکلې ورا
ریحان سپینه غاړه راکړه
ما غاټول وې لا الله
ریدي اه وکړله وویل
زه په چا یمه شیدا
ویلې موږ هم څوک لرو نه
چې پسې څیرې کړو خمتا
ما ویل خپله زړه ته ګوره
چا ورکړې ښکلې ساه
همدغه مینه زموږ ده
پکې خوښ یو تر پادشاه
اسمان یوړه له دې دښتې
یوه مینه یوه رڼا
پکې نغښتي وو دوه زړونه
چې یې ویله بسم الله
ما وې وینې ټولې مینې
دې روانې تر الله
ریدي سر په ځمکه کېښود
شو اواز  سبحان الله
موږ ګلانو پسې وکړه
په ښکلا پسې اقتدا
د مجنون له برکته
دښته ټوله شوه دعا
حکیمي مینه وه مینه
ترې اخیسته ژوند مانا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x