افغانستان

روسیه: امریکايي استخبارات په افغانستان کې د نشه یي توکو په قاچاق کې لتاړ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا او روسیې ترمنځ پر یو بل د تورونو پورې کولو په لړ کې روسیې د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره(CIA) په افغانستان کې د نشه يې توکو په قاچاق کې لتاړه بللې ده.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن د شنبې په ورځ په یو تلویزیوني خپرونه کې د خبرو پرمهال ویلي، امریکايي استخبارات چې روسان طالبانو ته په پيسو ورکولو تورنوي، په خپله د نشه یې توکو په قاچاق کې لتاړ دي.

کابلوف چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا څانګې د دوهم ډيپارټمنټ مشري هم کوي د خپلو خبرو په دوام داسې وايي: په افغانستان کې د امریکایانو لخوا ترسره شوو پروژو کې له حده زیات اداري فساد او اختلاس شوی، همدغه راز د امریکا د استخباراتو (څالاک) مامورین چې په مونږ تورونه پورې کوي، دوی په خپله د نشه یې توکو په قاچاق کې ککړ دي.»

نوموړی زیاتوي د امریکايي استخباراتو ځانګړې الوتکې له کندهار او بګرام هوايي ډګرونو څخه له تلاشۍ پرته جرمني، رومانیا او د نړۍ هر هېواد ته الوتنې کوي، همدغه یې د نشه یې توکو د سوداګرۍ لاره ده او په دې خبره ټول افغانان خبر دي، د کابلوف په خبره آن چې یو بې خبره کس هم په دې خبره پوهیږي چې په افغانستان کې د نشه یې توکو اصلي قاچاقبر د امریکايي استخباراتو مامورین دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د خپلو خبرو په دوام ویلي، اوس دا یو ښکاره راز دی چې ټولو ته معلوم دی او خلک نور ورڅخه په تنګ راغلي دي.

روسیه وروسته له هغه امریکايي استخبارات په افغانستان کې د نشه یې توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورنوي، چې تردې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو راپور کې روسي استخبارات په دې تورن کړل، چې ګوندې افغانستان کې یې د امریکايي پوځیانو وژلو لپاره طالبانو ته مالي جایزې ورکړې وې، کومه ادعا چې طالبانو، د امریکا ولسمشر ټرمپ او روسانو هم رد کړه او دایې ښکرور درواغ وبلل.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close