نظــر

دلته هر څه غصب دي

لیکنه: مولوي مراد احمد 

دا چې دوې لسیزې پوره کیږي هیواد مو اشغال دی، وحشت پکي اوج ته رسېدلی او د هر چا حق پکي تر پښو لاندې شوی دی. چې څوک څرنګه زیاتی کول غواړي هغه کولای شي. کومو مېړنیو چې څه اشغالګر د جهنم کندې ته ولېږل، د مظلوم اولس د ظلم څخه د خلاصون ، د هیواد د استقلال او اسلامي نظام د نافذولو لپاره یې ځانونه د اور خوراک کړل.

د نړۍ والو اصولو له مخي باید دوی ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې وای.  بل لور ته بیا د امریکا لاس پوڅې اداره چې مشران یې تل په وازه خوله پخپلو ویناوو کې وایې چې  ملي اردو، سپیشل فورس د امریکا د حفاظت لپاره قرباني ورکوي. دوی باید د ذلیلو، غلامانو او بې ننګو په القابو نومول شوي وای.

لېکن  دغه د اشغالګرو ساتونکي، د هیواد پلورونکي او د اشغالګرو ګټو ته ژمن، د مارشالۍ رتبه غوښتونکي دي او نیم اولس مشر هم ورته دا لقب ورکړ.

حقوق پوه عبد الشکور دادرس لیکي: د مارشالۍ رتبه ترټولو لوړ پوځي منصب دی چې په خاصو شرائطو کې وړو کسانو ته ورکول کیږي.

د مارشالۍ د رتبې لپاره  په نړۍ واله کچه منل شوي اصول دا دي چې کوم کس ته د مارشالۍ رتبه ورکول کیږي، نوموړی به مسلکي زده کړې او پراخه تجربه لري، د ملي حاکمیت په دفاع کې به له بهرنیانو سره په جګړه کې ښکاره بریاوې لري، د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوې خاوره به یې بېرته ترې آزاده کړې او ګټلې وي. د دغو بریاوو د خوندي کېدو لپاره بیا نظامي سازمان او هیواد د پوځ لخوا با صلاحیته چارواکو ته وړاندیز کیږي او دمارشالۍ رتبه منظوریږي.

دا نړۍ وال اصول دي خو زموږ هیواد چې د اشغال تر سیوري لاندې دی دوو ولس مشرانو د خپل مشرۍ په وخت کې دوو سترو مجرمینو ته د مارشالۍ رتبه ورکړه حامد کرزي د خپل واکۍ په وخت کې فهیم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه او اشرف غني بیا په جنسي تېري تورن کس دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.

خو دا چې دواړه اولس مشران په دې رتبه ورکولو کې څومره واکداران دي دا به وخت خپله قضاوت وکړي.

دبي بي سې خبر یال داود جنبش لیکي: د فهیم د مارشالۍ د اعلان په ورځ مې د بي بي سې له اسټوډیو نه زنګ وهلی و چې پخپله له کرزي سره خبرې وکړم هغه مهال یې په ټلیفون موندل اسانه و، ویاند یې سید فضل اکبر و  را سره مخ شو.

و مې پوښت: د فهیم د مارشالۍ پرېکړه څنګه وشوه؟ یو عادي ملا د یوې داسې لویې پوځي رتبې وړ دی؟ پاچا صاحب (کرزی)  وخندل او یواځې یې دومره راته وویل: چې خدای په خپلو کارو ښه پوهیږي. مګر زما دغه سوال  د بي بي سي خبریالې  (لېز دوسیت ) د فهیم د مرګ وروسته ځواب کړ.

لیزدوسیت څو ځلې د فهیم سره لیده کاته کړي دي خپلې خاطرې داسې بیانوي:

فیهم یو ساده افغان کلیوال و… یو عادي عسکر و چې هیڅ ډول نظامي تعلیمات او زده کړه یې نه درلوده فهیم حتي چې موږ ورته جهادي جنرالان وایو دهغه وړتیا یې هم نه درلوده. خو بالاخر یې ځان په خپله مارشال کړ چې په پوځ کې تر ټولو غټه رتبه ده. زه یو ځلې د ولسمشر دفتر ته ورغلم ما ولید چې فهیم د ولسمشر د میز شاته پر څوکۍ ناست دی او کرزی ها خوا ته دفتر کې ناست دی. ما کرزي ته وویل چې دا څه جریان لري؟ فهیم ولي ستا پر ځای ناست دی؟ کرزي راته په ځواب کې وویل: بل څوک دا کار نشي کولای یوا ځي فهیم دغسي یو کار کولای شي… ما ورته وویل: ولې ته داحالت په ځان منې؟ کرزي په ځواب کې  وویل:  نو څه کولای شم؟….لیز دوسیت بیا زیاتوي چې فهیم یواځي په قیمتي آسانو او سپو  مشهوره و چې هر یو یې تر څلوېښتو زرو ډالرو قیمت لري.

اوس بیا نیم اولسمشر اشرف غني هغه چاته (دوستم ) چې د لویو جنایت کارانو په نوملړکې نوم شامل دی او په سپین ږیري ایشچي باندې په  جنسي تیري  کولو هم متهم دی. اوپه ټول هیواد کې پنځه سلنه خلک هم دوستم د دې وړ نه بولي خو نیم اولس مشر بیا هم دا رتبه ورکړه. که اشرف غني و پوښتل شي چې ولې دې دارتبه ورکړه؟ نو د کرزي په څېر به وایې چې خدای په خپلو کارو ښه پوهیږي.

نو دلته هرڅه د زورواکو په اختیار کې دی نه ډیموکراسۍ چلیږي او نه د ملي دفاع په حاکمیت کې له بهرنیانو څه بریاوې غواړي بلکې چې څومره زور لري دغومره به دلوړې رتبې وړ وي. که دمارشالۍ رتبې ورکولو بازار داسې ګرم وی. یو وخت به ګل آغا شیرزی هم ځان د مارشالۍ د رتبې وړ کس بولي ځکه چې هم په سګواني سپوکې او هم په جنسي تېري کولو کې تر فهیم او دوستم ښه شهرت لري.

الله تعالی دې اشغال ژر پای ته ورسوي کنې په تاریخ به ډېري  نوري ملنډې  هم ووهل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close