افغانستان

ارګ: نن څلور سوه طالب بندیان خلاصېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وايي، نن د یکشنبې ورځ د حکومت له زندانونو څخه څلور سوه طالب بندیان خلاصېږي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي «د یکشنبې په ورځ ۴۰۰ نور کسان (طالبان) له بنده خوشې کېږي. دا اقدامات ټول د دې لپاره دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې وروسته، طالبان د سولې مخامخ خبرو ته راشي.»

د صدیقي له قوله، حکومت به نن د طالب بندیانو د خلاصون د لړۍ په اړه خپل وروستی تصمیم هم په ډاګه کړي.

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې  د حکومت له زندانونو څخه ۳۶۰۰ شاوخوا طالب بندیان خلاص شوي، چې د تازه څلور سوه نورو په خلاصون سره به دا شمېره نږدې څلور زره ته ورسېږي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی چې ددوی د بندیانو د خلاصون لړۍ باید چټکه شي، تر څو له پای ته رسېدو سره سم یې د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

د طالبانو له قوله، که چېرې ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دې د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.

د طالبانو او امریکا تر منځ دشوې توافقنامې له مخې حکومت ژمن دی، پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close