د امت لويان

شېخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله

تاتاریانو د بغداد تر نیولو وروسته د ښار پر ورانولو او د خلکو په بندیانولو شروع وکړه، خلک به له وېرې یو خوا بل خوا تښتېدل، پر مسلمانانو دېره سخته ورځ راغلې وه، په همدې تک تور وخت کې تقی الدین احمد بن عبدالحلیم ابن تیمیه د دمشق په لوېدیځي ساحه کې پروت حران نومې ځای کې د دوشنبې په ورځ په ۶۶۱ ه ق کال د ربیع الاول د میاشتې په لسمه نېټه پیدا شو، دا مهال د تاتاریانو په لاس د بغداد له ولکه کولو او ورانولو شپږ کاله تېر شوي وو…

ابن تیمیه د کلک ایمان، فصیحې ژبې، زړورتیا او د دېر علم خاوند و، د داسې رعب څښتن و، چې دښمنانو به پرې د زرو کسانو ګومان کاوه،
د خلکو تګ راتګ ورسه دېر شو، خپل وخت به یې په تدریس او جوماتونو کې تېراوه، خلکو ته به یې د دین خبرې ښودلې،
د حلالو او حرامو بیان به یې کاوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو به یې دفاع کوله؛ خو د دښمنانو یې پرې دا حال نه پېرزو کېده او هر وخت به د د په خلاف د  دسیسو په جوړولو بوخت وو، بالاخره دښمنانو یې پر دې بریالي شول، چې د ده او د مصر او شام د پاچا (رکن الدین بیبرس) ترمنځ اختلافات پیدا کړي، ابن تیمیه د مصر د پاچا په غوښتنه مصر ته لاړ،
هلته پرې د مصر قاضیانو او څارنوالانو د یو نیم کال بند فیصله وکړه، بیا یې له محبس څخه راوویست او د مناظرې لپاره یې یو غونډه جوړه کړه، کله چې مناظره وشوه ؛ نو ابن تیمیه رحمه الله وګټله؛ خو مخالفینو یې بیا هم په کراره پرېنښود او شام ته یې وشاړه، ابن تیمیه له شام څخه یو ځل بیا مصر ته راستون شو او په اسکندریه ښار کې مېشت شو، چې هلته یې هم اته میاشتې بند تېر کړ.

له زندان څخه تر خلاصېدو وروسته د ابن تیمیه رحمه الله کوښښونه او هلې ځلې لا ډېر شوې، تر دې چې قاهرې ته راستون شو، کله چې (ناصر محمد بن قلاوون) ورته برائت ورکړ او له هغه کسانو څخه د بدلې اخیستلو یې ورته وویل، چې ده ته یې تکلیفونه رسولي وو؛
نو شېخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله هغوی ټول وبښل، بېشکه چې عزتمنو خلکو خوی همداسې وي.

ابن تیمیه رحمه الله په قاهره کې مېشت شو، خلکو ته به یې علم بیانوه، د قرآن کریم تفسیر به یې کاوه او مسلمانانو ته به یې د الله تعالی پر کتاب د منګولو خښولو دعوت ورکاوه، په قاهر کې تر اوو کاله تېرولو وروسته دمشق ته لاړ او هلته مېشت شو، په دمشق کې تې د یوې مسئلې په اړه فتوا ورکړه، پاچا ورته امر وکړ، چې خپله رایه بدله کړي؛ خو د هغه امر ته یې کوم ارزښت ورنه کړ، په خپله رایه کلک پاتې شو او ویې ویل: (زه علم نشم پټولای.)

پاچا امر وکړ چې بندي یې کړئ، په دې توګه دمشق کې یې هم شپږ میاشتې بند تېر کړ، په زندان کې به یې هم له قرآن او سنتو سره فتواګانې ورکولې.
د ابن تیمیه رحمه الله مخالفینو له ده څخه د فتوا ورکولو فرصت هغه مهال له لاسه واخیست کله چې ده د انبیاوو او نېکانو قبرونو ته د سفر کولو په مسئله کې فتوا ورکړه، د ابن تیمیه رایه دا وه چې دغسې زیارت کول پر مسلمانانو فرض نه دي، هغوی دا خبره بده وګڼله او په ابن تیمیه رحمه الله پسې یې دومره پروپاګند وکړ، چې بالاخره ابن تیمیه رحمه الله او د هغه ورور یې یو ځل بیا بندیان کړ؛
خو دغه بند هم ونشوای کولای، چې هغه له لیکوالۍ منعه کړي؛ نو ځکه هغوی ترې پاڼې او رنګ هم واخیست ترڅو د هغه علم او غږ غلی کړي، دښمنانو یې هر ډول هلې ځلې وکړې خو د هغه عزم  یې خراب نشو کړای او نه یې د هغه همت کمزوری کړ.

ابن تیمیه رحمه الله به له دې وروسته د سکرو په مرسته په خورو وروپاڼو لیکل کول، هغه ویلې وو:

بند راته خلوت دی، وژل مې شهادت او شړل مې سیاحت دی.

ابن تیمیه رحمه الله په ۷۲۸ ه کال له دنیا سترګې پټې کړې، په خپل حال به یې صبر کاوه، تل به یې کوښښ کاوه او په علم یې ځان مشغول کړی و،
د هغه جنازې ته له پنځو لکو نه زیات مسلمانان راغلي وو.
هغه شاوخوا درې سوه کتابونه لیکلې دي، چې زیاته برخه یې په فقه اصول فقه او تفسیر پورې اړه لري.
له ښاره شړلو، بندي کولو، په غذابولو او مسافری د هغه  عزم هېڅله کمزوری نه کړ.

هغوی بندي کړ، له قلم او کاغذ نه یې محروم کړ؛ خو نامیده نشو. بلکې په خپله تاند او ځلاند امید یې د زندان په تورو تیارو کې پلټنه کوله، نو سکروټو یې د ګوتو په منځ کې په سپینو کاغذونو رڼاګانې جوړې کړې.

یخ، تور او له وحشته ډک زندان ورته په توروتمونو کې رڼا وکړه، نامیده، نهیلې او بې زړه نشو، بلکې دا وخت یې هم نېک فال نیو او ویل یې، چې:
بند راته خلوت، وژل مې شهادت دی او شړل مې سیاحت دی.

په دې خبرو به یې ځان ډاډمن کاوه او خپل زړه به یې ورسره خوشحالوه، پایله یې دا شوه چې دغه وینا یې زموږ لپاره هم د زړورتیا او اومید لام وګرځېده او کومو کسانو چې به دی په زندان کې اچوه او ظلم به یې پرې کاوه، د هغوی او نوم نښان ورک شو (الحمد الله علی ذلک).

ګرانه لوستونکیه! ته خو لږ د دې شېخ کلک عزم، نه ماتېدونکې ارادې او لکه د غرونو په څېر لوړ امید ته وګوره، چې د ده زړه ته به یې نا اشنا ایماني رڼا وربښله، الله تعالی دې پرې ورحمېږي.

لیکواله سلوی العضیدان ژباړه مولوي احسان الله مصلح او محمد ظاهر عمار

کمپوز او را لیږونکی: ابراهیم الافغاني

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zahidjan

deer sha

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x