
طالبان: په جنګي جنایاتو سترګې پټول جفا او جنایت دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د بشري حقوقو او عدالت چیغې وهونکي ادارې دې د جنګي جنایتونو له پېښو سره په بې تفاوتۍ چلند نه کوي او په تشو کاغذي اعلامیو دې ځان نه خلاصوي.
دغه څرګندونې د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «اوونۍ تبصره» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله ځای د دولتي عسکرو هغه توغندیز برید ته په اشارې لیکل شوې ، چې لسګونه ولسي وګړي پکې مړه او ژوبل شول.
طالبان وایي، عیني شاهدانو، سیمې ته ورغلیو خبریالانو او په پای کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم ومنله، چې برید دولتي عسکرو کړی؛ مګر د بشر حقوقو ادارو نه یاد مجرمین د عدالت مېز ته راکش کړل او او نه یې د «ظالمه قتلونو» پوښتنه ترې وکړه.
مطلب کې وړاندې راغلي « دغه ادارې چې ځانونه د عدالت او بشري حقوقو علمبرداران بولي، آیا عدالت او بشري حقوق یوازې په دې سره تأمینیږي چې د جنګي جنایاتو په اړه کاغذي راپورونه او اعلامیې نشر شي او که له دې اعلامیو وروسته څه عملي اجراآت او حقدار ته د حق رسیدل هم غواړي. معلومه خبره ده چې په تشو اعلامیو، غندنو او مقصر معلومولو سره عدالت نه تأمین کیږي او نه هم د مظلومانو زړونه ټکوریږي.»
د طالبانو د تبصرې په بنسټ، له جنګي جنایتونو سره په «بې تفاوتۍ» چلند کول بل «جنایت» او «جفا» ده « د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د پیښیدونکو جنګي جنایاتو په وړاندې داسې له بې تفاوتۍ او سهل انګارۍ ډک چلند په جنایت له پاسه بل جنایت او جفا ګڼي چې زموږ د مظلوم ملت په وړاندې ترسره کیږي.»
دوی په پاې کې غوښتنه کړې، چې د جنګي مجرمینو په وړاندې د معافیت «نادرست کلتور» باید له منځه ولاړ شي او د سنګین د پېښې په ګډون د ټولو جنګي جرمونو عاملین باید سزاء وویني.