شعـــــرونه

يو ځل به مړاوې غوټۍ ګل کړمه نسيم به شمه/ ماليار

حماد ماليار

زه به په منځ ټوټه، ټوټه شمه او نيم به شمه
هر يو ارمان مې راته مه وژنه! يتيم به شمه

يو نابلده مسافر د نوي يار په څنګ کې
د اميدو کېږدۍ به ووهم ، مقيم به شمه

ته مې په غير قانوني شکل په خپل زړۀ وکره
زه به دې  ټول نشه نشه کړمه اپيم به شمه

په خپل ديدن که دې رانېغ لکه الف نه کړمه
لکه هلال په ملا مات شوى ، لکه جيم به شمه

که ستا غيبت وو نو دفاع به دې ضرور کومه
که ستا ستاينه وه نو قاف او لام او ميم به شمه

تل به ګلشنه! په تا توره شپه غالبه نه وي
يو ځل به مړاوې غوټۍ ګل کړمه نسيم به شمه

رقيبه! دا ګمان په ټول عمر هم ونه کړې چې
درته  به پورته کړمه لاس، درته تسليم مه شمه

حماد مالياره! چې مرحوم يم د رحمان بنده يم
که له شيطان سره ملګرى شوم رجيم به شمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close