افغانستان

بدخشان کې د یو طبیعي ډنډ نړېدو له کبله خلکو ته مالي زیانونه اووښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ په غرونو کې د یو طبیعي ډنډ نړېدو له کبله خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اووښتي دي.

دا پېښه پرون ماښام(شنبه، ۱۴ چنګاښ) د اشکاشم ولسوالۍ په اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې چې له امله یې سیمه سیلابونو په سره اخیستې ده.

د سیمې خلک او ځايي چارواکي وايي، د دې سیلابونو له کبله د برېښنا جوړولو یو شمېر دستګاوې، د اوبو ژرندې، استنادي دیوالونه، کرنیز کانالونه او یو پل ویجاړ شوی او د اشکاشم ـ شغنان ولسوالیو د تګ راتګ لاره یې هم تړلې ده.

دوی زیاتوي، که چیرې بیاځل دغه شان سیلابونه راشي، نو کیدای شي د خلکو د استوګنې کورونه هم ویجاړ کړي.

د اشکاشم ولسوال نامدارخان خالد ددې خبرې په تایید سره رسنیو ته ویلي، چې سیمه ییزې ادارې د پېښې ځای ته یو ټیم استولی ترڅو د زیانونو اندازه معلومه او ځپل شوو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره لارې چارې ولټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close