افغانستان

بشري حقونو کمېسیون: سنګین کې پر مېله بازار د درنو وسلو برید دولتي عسکرو کړی و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون منلې، چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله ځای هغه توغندیز برید، چې لسګونه ملکي وګړي يې مړه او ژوبل کړل؛ د دولتي عسکرو له لوري شوی.

د بشري حقونو د کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د پېښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، روغتیایي بنسټونو، د سیمې له متنفذینو، مدني بنسټونو او ولایتي شورا سره تر مرکو او بحثونو وروسته څرګنده شوې، چې د درنو وسلو هغه درې مرمۍ چې په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله بازار باندې توغول شوې وې او په پایله کې يې ۲۷ تنه وژل شوي و او ۳۵ ټپیان وو؛ د دولتي امنیتي ځواکونو کار وو.»

خبرپاڼه کې وړاندې د بشري حقونو کمېسیون د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې، د دولتي عسکرو یاد عمل یې د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی او د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې.

په اعلامیه کې پر حکومت غږ شوی، چې د سنګین د پېښې د څېړلو لپاره دې يوه بې طرفه او «خلکو ته د منلو وړ» کمېټه وټاکي تر څو پېښه په ښه ډول وڅېړل شي.

یاده دې وي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ باندې سهار مهال د دولتي عسکرو له یوه مرکز څخه په هغه سیمه باندې توغندیز برید وشو، چې ولسي وګړي د یوې دودیزې میلې د سیل لپاره پکې راټول شوي و.

حکومت که څه هم هڅه وکړه، پېښه د طالبانو کار وبولي، خو له سیمې عیني شاهدانو او د رسنیو خبریالانو وویل، چې برید د عسکرو له لوري شوی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ «یوناما» هم د پېښې په تړاو خواشینې څرګنده کړه او د دولتي ځواکونو کار یې وباله.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

ههههههه تاسی خو داسی اخته یاست لکه تاسی چې هیڅ ملکیان نه وی وژلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close