ادبي لیکنيپښتو کتابونه

«پتیرا او یوش مکالمې» اثر چاپ شو

«پتیرا او یوش» مکالمې د پوهنمل سید اصغر هاشمي تخلیقي اثر دی. په ننګرهار کې هاشمي خپرندويي ټولنې چاپ کړی دی.

په معنوي ډول پتیرا او یوش یو له بل سره نږدې اړیکې لري، خو متضادې مفکورې دي. د فکر تقابل د نړۍ په انسانانو کې د انساني توپيرونو یو اساسي بحث دی، چې په ارواپوهنه کې پرې ډېره څېړنه شوې ده. همدا انساني اصل پرمختګ منځته راوړي، نوي افکار زېږوي، زاړه افکارو ته په انتقادي نظر کتل کېږي او د همدې انتقادي تفکر په پایله کې پرمختګونه پیدا کېږي.

نه د «پتیرا» ټول افکار سم دي او نه د «یوش» ټول نظریات ناسم دي، لامل یې دا دی چې هر انسان د خپل جهانبینۍ له دیده خبرې کوي، فکر کوي او فکر تولیدوي، نه د هر انسان افکار سم دي او نه ناسم.

د خبرو اترو دغه بحث ته مکالمې ویل کېږي، چې ډېر پخوانی تاریخ لري. مکالمې د مونولوګ، ډیالوګ او ترای لوګ په ډول په انفرادي، دوه ګونو او درې ګونو کسانو ترمنځ کېدای شي. د پوښتنې او ځواب په ډول، د یو طرفه لیک په ډول، د خطونو په ډول او داسې نورې خواوې خپلولای شي.

د لومړي ځل لپاره په یوناني ادبیاتو کې د سوکرات نظریات او افکار چې په لیکلي ډول موجود نه و، اپلاتون د مکالمو په ډول ولیکل. د یونان خلکو سوکرات ته ډېر هوښیار ویل، همدا هوښیاري یې د مرګ لامل شوه، رښتیا چې پوهه قدر او قیمت نه لوړوي، دښمني پیدا کوي. له همدې امله یې له خلکو پوښتنې کولې او خلکو به هم ور څخه پوښتنې کولې. د ده له نظره پوښتنه کول د ځواب ورکولو څخه ستونزمن وي، یوه پوښتنه کېدای شي څو ځوابونه ولري.

د وخت په تېرېدو دې موضوع ته ورته ډېر کارونه وشو، اپلاتون په همدې ډول مکالمې لري، د البرکامو او کافکا ځینې لیکنې، د حمزه شینواري او جعفر اڅکزي انسان او خدای او داسې نور یې بېلګې دي. دا برخه هر ډول محتوا خپلولای شي، د سوکرات مکالمې د فلسفې پر بنیاد دي، خو سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او نور څرکونه هم لري.
(پتیرا او یوش مکالمې) فلسفي، رواني، اسطوروي، سیاسي، ټولنیز، علمي او نورې خواوې لري. کله چې دغه اثر لیکل کېده، د متحرک ذهن په ډول ډېرې پخوانۍ خبرې په غیر منظم ډول ذهن ته راتلې، زمان لنډېده، خبرې زیاتېدې، د فکر او خبرو تناسب کمېده، فکر او خبرو ارادي شکل نه درلود او داسې فکر مې کاوه چې ناخوداګاه خبرې کوي. د کلونو تېرې هېرې خاطرې په لږ وخت کې راته یادیدې او ما لیکلې.

د ځینو ستونزو له امله کله – کله انسان په حال کې ژوند نه کوي، فکر یې هم له حال سره برابر نه وي، په تېر کې غږېږي، خبرې او افکار یې له ناشعور څخه سرچینه اخلي، په دې وخت کې دی د زړه خبرې کوي، د سانسور په فکر کې نه وي، خو بیا هم د ځینو لاملونو پر اساس په دې کتاب کې هغه څه چې زما زړه غوښته لیکل شوي نه دي، د ټولنې ارزښتونو دا نه ایجاباوه چې ما دې د خپل زړه خبرې کړی وای.

هغه مکالمې چې د دوو کسانو ترمنځ کېږي، د دوو متضادو افکارو ترمنځ یو ډول مجادله او جدل وي. د لومړۍ پوښتنې کوونکی ازادي لري، چې هر ډول پوښتنه وکړي. په دې ډول مکالمو کې د وخت د حالاتو بیان کېدای شي، په حال کې له تېر سره مو اشنا کوي او کله – کله د راتلونکي وړاندوینه پکې کېږي. کله – کله مکالمې د کیسو شکل غوره کوي او کله – کله د یوې او یا څو موضوعګانو شرحه وي.

د مکالمو يو مهم اړخ منطق دی، د مکالمو منطق باید منطقي، علمي او هر اړخیز وي. منطق باید پر مکالمو پیاوړی وي، داسې نه وي چې له کلمو او ترکیبونو څخه منطق قربان شي. د منطق او ژبې، د الفاظو او معنا ترمنځ برابري او یورنګي مهمه ده.

د (الف) او (ب) د نظریاتو د مکالمو ترمنځ ربط او علمي اړیکه مهمه خبره ده، د بېلګې په ډول په دې اثر کې د (پتیرا) او (یوش) د نظریاتو او خبرو ترمنځ د پوښتنې او ځواب په ډول علمي اړیکه موجود ده.

د مکالمو په منطق کې کله – کله له سېمبولیک او سوریالیستي ژبې کار اخیستل کېږي. سېمبولیک او سوریالیستي ژبې اړیکې ډېر وخت له ناشعور«ناخوداګاه» سره وي. ناشعور پټ دی، ډېرې پټې خبرې پکې پرتې دي، ډېر پټ مسایل له همدې ځای څخه تر لاسه کېږي او د دې ډول مسایلو لپاره سېمبولونو او رواني تلمیحاتو ته اړتیا وي، چې همدا اثر یې بېلګه ده. مکالمې کله – کله د محاکاتو په ډول متضاد افکار او خبرې د حکایاتو په ډول راوړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close