افغانستان

د عبدالله او ملاتړو تر منځ د چوکیو د وېش پر سر اختلاف لا هم نه دی حل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېش په توافقنامه کې عبدالله عبدالله ته په حکومتي ارګانونو کې نږدې پنځوس سلنه چوکۍ منل شوې وې، چې اوس یې د وېش پر سر د نوموړي او ملاتړو تر منځ اختلافات راپورته شوي.

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور په اساس، عبدالله عبدالله د کریم خلیلي په مشرۍ له خپل ملاتړي ګوند «حزب وحدت» سره ژمنه کړې وه، چې د واک له وېش وروسته به کورنیو چارو وزارت او یا هم په کابینه کې دوې چوکۍ ورته سپاري؛ خو اوس چې سپېدار غواړي «مسعود اندرابي» له خپل لوري د کورنیو چارو وزیر معرفي کړي؛ نو ځکه حزب وحدت په کابینه کې د دوو نورو وزارتونو غوښتنه کړې، چې  دمګړۍ د یوه وزارت په اړه ورسره عبدالله سلا شوی او د بلې چوکۍ په تړاو چنې روانې دي.

په ورته وخت کې د دوستم له ګوند «جنبش» سره ژمنه شوې، چې دوستم ته به د مارشالۍ ورکولو تر څنګ یاد ګوند ته په کابینه کې درې چوکۍ ورکول کېږي، مګر اوس عبدالله عبدالله د چوکیو د کمبود له امله له دوستم غوښتي، چې په دوو وزارتونو قناعت وکړي، خو د یاد ګوند ویاند «بشیر احمد تهینج» وايي، له دوی سره درې چوکۍ منل شوې او تر پایه به په خپل همدې مؤقف ولاړ پاتې شي.

د تهینج په خبره، زراعت، ترانسپورت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونه له دوی سره منل شوي او باید ورکړل شي.

د عبدالله عبدالله او ملاتړو تر منځ یې د چوکیو د وېش پر سر جنجالونه داسې مهال دي، چې د ولسي جرګې د ګرمۍ ۴۵ ورځنیو رخصتیو ته یوازې دې اوونۍ وخت پاتې دی.

د ارګ مشر «اشرف غني» هم مني، چې کابینه یې د عبدالله عبدالله له لوري د خپلې برخې وزیرانو د فهرست نه بشړېدو له امله ځنډېدلې او په خبره یې، د سپېدار له لوري به د لست تر بشپړېدو وروسته د کابینې وزیران د باور رایې اخستلو په موخه ولسي جرګې ته ور معرفي کړل شي.

یاده دې وي، چې د عبدالله او غني په تېره دوره حکومت کې هم زیاته برخه وزارتونه د سرپرستانو له لوري په غیرقانوني توګه اداره کېدل چې اوس هم دا کار دوام لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close