د سولې څارد نن سرلیکنه

د بندیانو پروسې چټکول د جګړې کمیدو موثر لامل

نن ټکی اسيا سرليکنه

د کابل حکومت چارواکو ویلي چې دوی به نن د سولې تړون د عملي کیدو له مخې څلور سوه نور طالب بندیان له بنده خلاص کړي چې په دې سره به له دولتي زندانونو څخه د خلاص کړل شویو طالب بندیانو شمیر خواوشا ۴۰۰۰ ته ورسیږي.

په دې وروستیو کې د ناموجهو لاملونو له مخه د بندیانو پروسې د ځنډولو له وجې په هیواد کې ناآرامیو او جګړو زور اخیستی تر دې چې افغانان او حتی نړیوال یې د سولې تړون پر اغیزمنتوب بي باوره کړي.

همدا راز یادو نا امنیو د جګړې په دواړو لورو او ولسي خلګو کې د مرګ ژوبلې کچه زیاته کړې.

طالبان او دولتي لوری یو بل د جګړو پر زیاتوالي تورنوي خو که واقعیت ته وکتل شي نو د سولې تر تړون وروسته باید د هغه د پلي کیدو په غرض د جګړې د ټولو ښکیلو اړخونو لخوا نور جګړو او نا امنیو ته د پاي ټکی کیښودل شي.

د سولې تړون له مخې د طرفینو لخوا د (۶۰۰۰) بندیانو خلاصول هغه اقدام دی چې په عملي کیدو سره یې د افغانانو ترمنځ داخلي مذاکراتو ته لاره هواریږي.

پر دې ټکی له دولتي لوري پرته هم کورنۍ او هم بهرنۍ اجماع موجوده ده چې د بندیانوپروسې ځنډول د افغانستان د روانې لانجې د اوږدولو په معنی ده.

امریکایان که واقعا په افغانستان کې د جګړې پایته رسولو او سولې ته ژمن وي باید له خپل نفوذ نه په استفادې سره د بندیانو پروسې په چټکولو کې خپله ژمنتیا د عمل په ډګر کې ثابته کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close