افغانستان

د پاکستان سفیر «عبدالله عبدالله» ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د پاکستان سفیر «زاهد نصرالله» د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا له مشر «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او نوموړي ته یې  د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړې.

د مصالحې عالي شورا له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له عبدالله سره د لیدنې په مهال د پاکستان سفیر ډاډ ورکړی، چې هیواد یې د افغان سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هڅې کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان سفیر د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګښت او د سولې هڅو د چټکتیا په موخه عبدالله عبدالله ته د سفر رسمي بلنه ورکړه.

عبدالله عبدالله د نوموړي د سفر بلنه منلې او ژمنه یې کړې، چې په یوه مناسب فرصت کې به پاکستان ته سفر کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی «محمد صادق» وايي، د پاکستان او افغانستان اړیکې د پراخېدو په لور دي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه لېږلې.

پاکستان داسې مهال له عبدالله عبدالله د سفر غوښتنه کړې، چې د افغان سولې په برخه کې هڅې چټکې شوې او د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې راټوکېدلې.

پاکستان ځان د افغان سولې پروسې ملاتړی بولي او د پاکستان او سیمې امنیت د افغانستان په ثبات کې نغښتی ګڼي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close