دیني، سیرت او تاریخ

د کافرانو ډولونه او نومونه!

رحمت الله مؤمن

د زندیقانو، ملحدانو او باطنیه وو تعریف او د هغوی د کفر ثبوت:

علامه تفتازانی رحمه اللّٰه د ”مقاصد” په جلد: ۲، صفحه: ۲۶۸، په ۴ مه شمېره خاتمه کي د ګمراه ډلو د ډولونو، تعریفونو او نومونو په بیانولو کي لیکي:

” کوم کافر که په ژبه سره د اسلام اظهار کوي او د دننه څخه کافر وي، نو د هغه نوم ”منافق” دی او که د مسلمانېدو وروسته کفر اختیار کړي نو د هغه نوم ”مرتد” دی او که په څو معبودانو قایل وي نو د هغه نوم ”مشرک” دی او که د کوم بل آسماني دین پیرو وي نو د هغه نوم ”کتابي” دی او که د عالَم پیدایښت د زمانې طرف ته منسوبوي او هغه همېشنۍ بولي (یعني زمانه د عالَم په خالق او ازلي، ابدي مني) نو د هغه نوم ”دهریه” دی او که د عالَم د خالق څخه له لویه سره منکر وي نو د هغه نوم ”معطل” (د خدای څخه منکر) دی او که ځان ته د مسلمان ویلو برسېره داسي عقاید ساتي چي په متفق طور کفر وي نو د هغه نوم ”زندیق” دی (په بله اصطلاح اووه ډوله کافران دي: منافق، مرتد، کتابي، مشرک، دهریه، معطل، زندیق، چې دې ته ”باطني” او ”ملحد” هم وایي.

په ”شرح مقاصد” کې ددې تشریح داسي کوي:

دا واضح شوه چې کافر د هر هغه شخص نوم دی چې مؤمن نه وي، اوس که هغه په ژبه سره د اسلام دعوه کوي نو د هغه خاص نوم ”منافق” دی او که مخکي مسلمان وو او بیا کافر شو نو د هغه خاص نوم ”مرتد” دی، ځکه چې هغه د اسلام څخه بیا ولاړی (د ارتداد معنی ده بیرته تلل، بیا تلل او که د یوه څخه زیات معبودان مني نو د هغه خاص نوم دی ”مشرک”، ځکه چې هغه د خدای سره شریک مني یعني نور څه د اللّٰه ﷻ سره شریک نیسي او که د کوم منسوخ آسماني دین او کتاب پیرو وي نو د هغه خاص نوم ”کتابي” دی، لکه یهودي، نصراني او که زمانه قدیم چې د همېشه څخه ده او همېشه به وي مني او د دنیا ټوله پیښي او موجودات د زمانې طرف ته منسوبوي ګویا زمانه د کایناتو خالق بولي، نو د هغه خاص نوم ”دهریه” دی (د دهر معنی ده لامحدود زمانه) او که د عالَم د خالق شتون نه مني (او عالَم د مادې په غوښتنه د خپله ځانه په پیدا کېدو بولي) نو د هغه خاص نوم ”معطل” دی او که د نبي ﷺ د نبوت اقرار او د اسلامي شعایرو د اظهار کولو برسېره داسي عقیدې ساتي، کوم چې په متفق طور کفر وي، ددې خاص نوم ”زندیق” دی، ”زند” په اصل کې د کتاب نوم دی لکه د ایران د پاچا ”قباد” په زمانه کي چې مزدور وړاندي کړی وو، د هغه دا ادعا وه چي دا د مجوسیانو د هغه کتاب تفسیر دی کوم چي زردشت راوړی وو، د مجوسیانو عقیده ده چې زردشت نبي وو، د هغه زند طرف ته دا زندیق منسوب دي (یعني زندیق د زندیک معرب دی چي معنا یې ده د زند منونکی)، اسلام د هر هغه بې دینه سړي لپاره دا لفظ استعمال کړی کوم چي کفریه عقاید ساتي، دې ته په عربي کي ”ملحد” (۱)  او ”باطني” وایي، ‘باطنیه د هغو زندیقانو او ملحدانو د یوې خاصي ډلي نوم دی.
________________
حاشیه (۱):

علامه ابن عابدین  رحمه اللّٰه  د ”شامي”  په (جلد: ۳ ، صفحه: ۴۰۹) کي د ملحد تعریف په دې الفاظو کوي:

( ” والملحد هو من مال عن الشرع القویم الی جهة من جهات الکفر، من اَلحَدَ فی الدین حاد و عدل…الخ” ) عن العلامه کمال پاشا یعني ملحد هغه شخص دی کوم چي د محکم شریعت څخه د کوم کفر طرف ته تللی وي او دا لفظ ”اَلحَدَ فی الدین” څخه اخیستل شوی دی کوم چې معنا یې ده د دین څخه منحرف کېدل او لیري کېدل دا د علامه کمال پاشا څېړنه ده.

کتاب: اِکفارالملحدين

” رحمت اللّٰه مومن “

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close