دیني، سیرت او تاریخ

د زندیق تعریف او د باطني څیړنه!

رحمت الله مؤمن

د ”ردالمختار” لیکوال علامه شامي رحمه اللّٰه د ”باطني” تر څېړني لاندي په شامي جلد: ۳، صفحه: ۴۰۹ او ۴۱۰ کې، د خپلي خبري ”المعروف” لاندې لیکي:
” زندیق پر خپل کفر د اسلام پرده هواروي او فاسد عقاید په داسې صورت کې وړاندې کوي او رواجوي چې هغه په سرسري نظر کې صحیح معلومیږي، ”ابطانِ کفر” (د کفر پټولو) مطلب همدا دی، لهذا په ښکاره ګمراهي اختیارول او نور د هغه طرف ته دعوتول د باطني کېدو ضد نه دي (یعني د باطني کېدو لپاره دا مهمه نه ده چې هغه خپل کفریه عقاید او ګمراهي د خلکو څخه پټوي، بلکې په اسلام کې کفر په غیر محسوسي طریقې داخلول او پټول د باطني کېدو په معنی دي، د همدې لپاره داسې ګمراه خلکو ته ”باطنیه” وایي.

ددې کتاب (اِکفارُالملحدین) مصنف مولانا محمد انور کشمیري رحمه اللّٰه هم په ليکنه کې لیکي چې: حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه اللّٰه په ”فتح الباري” جلد: ۱۲، صفحه: ۲۴۰ کي د ”ابطانِ کفر” تفسیر ته مراجعه وکړئ، ددې حوالې څخه هم معلومیږي چې د کفر پټولو معنا ده: ”د اسلام سره کفر یو ځای کول_”

کتاب: اِکفارالملحدين
” رحمت اللّٰه مومن “

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close