ټکنالوژي

واټس اپ نوې ځانګړتیاوې وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ټولنیزو رسنیو مشهور شرکت «واټس اپ» نوې ځانګړتیاوې معرفي کړي چې ډير ژر به د کاروونکو پرمخ د استعمال وړ شي.

په یادو ځانګړتیاو کې تر ټولو غوره د «QR» کوډ ځانګړتیا ده، چې د شمارو اضافه کولو پرمهال کارول کیږي، ددې لپاره چې تاسې شماره ولیکئ پرځای یې د واټس اپ ځانګړی کیو آر کوډ د بل موبایل کامرې ته مخامخ کړئ، شماره او واټس اپ دواړه به ثبت شي.

دغه راز د ویدیو تلیفون په اړه یوه ځانګړتیا شتون لري چې نوره هم ښه شوې ده. په ویدیویي تلیفون کې په ډله ییزه توګه ۸ تنه په یو وخت ګډون کولی شو، چې اوس د نوې ځانګړتیا له مخې په تلیفون کې د برخه اخیستونکي کس په کیکاږلو سره هغه په بشپړه پرده کتلی شئ.

ددې سربېره په ډله ییزو خبرو کې د ویدیو تلیفون لپاره یو ایکن یا انځورن ورکړل شوی چې په کیکاږلو سره په اسانۍ د ګروپ ملګرو ترمنځ ویدیویي تلیفون کېدلی شي، ددې لپاره اړینه ده چې د ګروپ ملګري ۸ یا له دې کم وي.

د نویو ځانګړتیاو له مخې په کمپیوټر کې د استعمال لپاره واټس اپ د شپې مود (Dark mode) هم وړاندې کړی دی، کوم چې په موبایلونو کې له دې وړاندې شتون درلود، او د سترګو ساتنې لپاره په پراخه کچه کارول کیږي.

د وروستیو غیر رسمي احصائیو له مخې اوسمهال په ټوله نړۍ کې واټس اپ شاوخوا ۲ ملیارده کسان استعمالوي، دا یوازینی اپلیکیشن دی چې په پراخه کچه استعمالیږي.

د یادونې وړ ده چې واټس اپ دا مهال د مارک زوکربرګ په ملکیت د فیسبوک شرکت سره تړاو لري، چې انسټاګرام یې هم اخیستی دی، او په ورځني ډول ملیونونه کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x