افغانستان

نی د خبریال محبوب الله حکیمي د ژر خلاصون غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې له خبریالانو څخه د ملاتړ ټولنې(نی) د ملي امنیت له بند د زابل میشتي خبریال محبوب الله حکیمي د آزدولو غوښتنه کړې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن د دوشنبې په ورځ(۱۶ چنګاښ) د «نی» لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي، چې ښاغلی حکیمي له تیرې چهارشنبې(۱۱ چنګاښ) راهیسې د ملي امنیت په بند کې شپې سبا کوي.

په هغه ویډیو کلیپ کې چې له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي(ظاهرا د ملي امنیت لخوا ثبت او خپور شوی) د ملي امنیت په بند کې خبریال محبوب الله حکیمي له دې امله بښنه غواړي، چې ګواکې دده له فیسبوک څخه داسې مواد خپاره شوي، چې په خبره یې «ولسمشر» ته سپکاوی بللی شوی دی.

د «نی» په خبرپاڼه کې له یو بندي خبریال څخه په جبر د داسې ویډیو ثبت او خپرول غیر قانوني او د هېواد له رسینزو اصولو سره په ټکر کې عمل بلل شوی دی.

په افغانستان کې د رسنیو د قانون له مخې هره «رسنیزه تیروتنه» باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د رسنیزو شکایاتو او سرغړونو د کمیسیون لخوا څخه تعقیب او وڅیړل شي؛ خو خبریال محبوب الله حکیمي له هرډول قانوني جلب پرته د ملي امنیت لخوا بندي او دادی د یوې اونۍ په پوره کېدو لاهم په بند کې ساتل کیږي.

خبرپانه زیاتوي، چې ملي امنیت ته نه په کار نه ده چې رسنیزې تیروتنې په خپل سرې توګه تعقیب او څیړي، بلکې د افغانستان د رسنیو قانون ته اجازه ورکړي، چې په دې برخه کې قانوني اقدامات ترسره کړي.

د خبرپاڼې په پای کې «نی» د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه غوښتنه کړې چې زابل میشتی خبریال محبوب الله حکیمي زر تر زره آزاد کړي، ترڅو یې قضیه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو شکایاتو او سرغړونو د کمیسیون لخوا وڅیړل شي او د قانون په چوکاټ کې دغه مسئله حل کړي.

د ټاټوبي نیوز خبریال محبوب الله حکیمي کابو یوه اونۍ وړاندې د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې په رڼا ورځ د «ښکلا راډیو» له دفتر څخه د ملي امنیت ځواکونو په دې تور بندي کړ، چې ګواکې د هغه له فیسبوک څخه د کابل ادارې مشر ډاکټر غني ته د «کافر» خطاب شوی؛ خو خبریال حکیمي بیا له نیول کېدو څلور ساعته وړاندې د لایف پروګرام له لارې ویلي ؤ، چې د فیسبوک اکاونټ یې هیک شوی او کوم کمنټونه چې ورڅخه شوي په ده پورې اړه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x