takani doham paraw

د ټاکنو کمېسیون تر یو میلیون زیاتې رایې بیا شماري

نن ټکی آسیا: د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن /دوشنبه چنګاښ ۹مه/ اعلان وکړ چې تر یو میلیون زیاتې رايې چې په ۱۹۳۰ د رایو مرکزونو کې اچول شوي دي، بیا شماري.

دغه مرکزونه چې رایې به یې بیا شمېرل کیږي، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې موقعیت لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور نن په یوه خبري ناسته کې په کابل کې وویل چې د هغو سایټونو رایې چې په اړه يې شکایتونه شوي وه، کمېسیون يې رایې بیا شماري.

نور زیاته کړې چې ددوی ددې ظرفیت لري چې په لنډ وخت کې تر یو میلیون زیاتې رايې دوهم ځل وشماري.

نور دا اعلان په داسې حال کې کوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلانولو ته ایله دوه ورځې پاتې دي.

نور په دې ټینګار وکړ چې د چنګاښ په ۱۱مه به د قانون سره سم د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم پریکون

د اصلاحاتو او همپالنې پرون /چنګاښ ۸مه/ اعلان وکړ چې نور د ټاکنو کمېسیونونه هیڅ مشروعیت نه لري او پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

ددغه ټیم ريیس نصرالله بریالی ارسلايي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون ددوی غوښتنې رد کړي، نو په دې اساس دوی له کمېسیون سره یو ځل بیا خپلې اړیکي پرې کوي. ارسلايي زیاته کړه که څه پېښ شول، مسئولیت به یې د ټاکنو پر کميسیون او ولسمشر وي.

نور وايي چې د ټاکنو د کمېسیون مسئولین تمه لري چې د ټاکنو د پایلو اعلان دواړو نوماندانو ته د منلو وړ وي.

د نور په وینا د لومړۍ پایلو تر اعلان وروسته دواړه نوماندان وخت لري چې خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

نور محمد نور د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم د پریکون په اړه وویل چې دوی مخکې هم دغه ټیم ته د قانون سره سم مثبت ځوابونه ورکړي وه او اوس هم تیار دي چې د دغه ټیم هر سوال ته د قانون سره سم ځواب ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د