ټولنیزه برخه

پر پلار د زوی حقونه

حامد افغان

عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو سړی راغی، ورسره خپل زوی ته یې اشاره وکړه او عمر ته یې وویل: دا زوی مې عاق دی یعني زما خبره نه مني، عمر یې زوی ته وویل: ته له الله نه، نه وېرېږې چې د خپل پلار نافرماني کوې؟! ځکه پلار دومره او دومره حقونه لري، زوی یې عمر ته وویل: اې امیر المؤمنین! ایا زوی هم پر پلار حقونه لري؟

عمر رضي الله عنه ورته وویل: هو، زوی پر پلار حقونه لري او هغه دا چې باید ښه مور ورته غوره کړي، څو یې خلک اولاد ته د مور پېغور ورنه کړي. بل دا چې پلار باید ښه نوم پرې کیږدي او دریم حق یې دا دی چې باید قران ورزده کړي، یعني علم وروښيي.

زوی یې عمر ته وویل: په الله قسم کوم چې پلار مې زما لپاره ښه مور نه ده غوره کړې، یوه سندۍ یې په څلور سوه درهمه اخیستې وه. او نه یې پر ما ښه نوم ایښی دی، بلکې پر ما یې جُعل (نر خفاش) نوم ایښی. او نه یې د قران یو ایت رازده کړی.

عمر رضي الله عنه یې پلار ته وکتل او ورته ویې ویل: ته وایې زوی مې خبره نه مني او عاق دی؟! هغه خو تا د هغه له عاق کیدلو مخکې عاق کړی دی، یعني تا اول هغه ته د هغه حقوق نه دې ورکړي، ولاړیږه …

البصائر في تذكير العشائر لمحمد عبدالحي السَّورَتيّ. تنبيه الغافلين لابي الليث السمرقندي ص69

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx