نړۍ

اسلام اباد: حکومت ۱۸ برطانوي فوځیان له هیوادڅخه وایستل

bretish_troops_were_sxpelled_from_Pakistan(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۲۷)اسلام اباد: یوي برطانوي ورځپاڼی خبرورکړی دي چي هغه ۱۸ تنه برطانوي روزونکو عسکرچي دپاکستان په بلوچستان ایالت کي یی پاکستاني عسکروته روزونه ورکوله پاکستان له خپل هیواد څخه ایستلي دي.

دبرطانوي ورځپاڼي دخبرپراساس ټول ۱۸ کسه برطانوي عسکر په پاکستان کي ددي لپاره ځاي پرځای شوی ول ترڅو پاکستاني عسکروته روزنه ورکړي.

دپاکستاني فوځیانو له لوري دغه پروسه تیرکال داګست په میاشت کي پیل شوی وه، اوداسي ګمان کیده چي دروزني دغه سلسله به تیر ۲۰۱۳ کال پوري دوام ومومي.

دبرطانوي ورځپاڼی دخبرپه اساس ویل کیږی چي دبرطانیی ددفاع وزارت ویاندي لا له پخواڅخه دروزونکو دوتلو پخلي کړی دي، لیکن دبرطانیی ددفاع وزارت ویاندي زیاته کړه چي روزونکي عسکر دلنډي مودي لپاره له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته راغلي اوپه نژدي راتلونکي کی به بیرته پاکستان ته ستانه شي.

دروان کال دمي دمیاشتی له دوهمي نیټي څخه کله چي امریکایانو دپاکستان په ایبټ اباد ښارکی داسامه په خلاف عملیات ترسره کړو، پاکستان حکومت تراوسه پوري د ۱۸ برطانوي عسکروپه شمول ۱۲۰ امریکایی عسکر له هیواد څخه شړلي دي.

بخت الرحمن بخت …………… نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x