افغانستان

پنځو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړاندیز او ولسمشر له تأیید وروسته، د لغمان، نورستان، خوست، بغلان او سمنګان ولایتونو لپاره یې نوي والیان ټاکل شوي دي.

ددې ادارې ویاند سیدشاه سقیم ددې خبر په تایید سره رسنیو ته ویلي، چې په دې اساس رحمت الله یارمل د لغمان، عبدالغفور ملکزی د نورستان، صديق پتمن د خوست، تاج محمد جاهد د بغلان او داوود کلکاني د سمنګان ولایتونو لپاره د نوي واليانو په توګه ګومارل شوي دي.

باید وویل شي چې رحمت الله یارمل تردې وړاندې د زابل د والي، عبدالغفور ملکزي د بادغیس د والي، صديق پتمن د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال، تاج محمد جاهد د ډاکټر اشرف غني سلاکار او داوود کلکانی د ولسي جرګې د غړي په توګه دندې ترسره کولې.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې دغه راز خبر ورکړی، چې په نیږدې راتلونکي وخت کې به یو شمېر نورو ولایتونو ته هم نوي والیان وګوماري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close