افغانستان

د سنګین د خونړي برید اونیزه؛ لا هم عاملین نه دي نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په دودیز بازار د افغان ځواکونو د وسلوال برید یوه اونۍ پوره کیږي، خو د عاملینو په وړاندې يې لا هم اقدام نه دی شوی.

د پیښې رامینځته کیدل:

یوه اونۍ مخکې په همدې ورځ د سهار په ۹ بجو د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې له معمول سره سم د خلکو ګڼه ګوڼه وه او خلک د څارویو د پیر او پلور لپاره راغونډ شوي وو، چې د ملي اردو ځواکونو پرې وسلوال برید وکړ.

برید د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمې لواء ځواکونو لخوا د هاوان یا ډیسي توپونو په مټ ترسره شو.

په پیښه کې تر ۲۰ زیاتو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۳۰ زیات ټپیان شول. په مړو او ټپیانو کې ماشومان هم شامل وو.

په انساني تلفاتو سربېره، په برید کې د خلکو ګڼ څاروي او پسونه هم له مینځه لاړل.

د دولت غبرګون څه و:

له پیښې وروسته دولتي چارواکو تر یو وخته چوپتیا غوره کړه، خو د ولسي توندو غبرګونو وروسته د دولت له ادرسه د پیښې په اړه مختلفې او متضادې څرګندونې وشوې.

ارګ پیښه تروریستي وبلله او د اشرف غني لخوا یې د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي وښوده خو د عاملینو په اړه یې دریځ ګونګ و او په صراحت یې د پړې ګوته کوم لوري ته ونه نیوله.

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي په طالبانو پړه واچوله او ویې ویل چې پيښه د طالبانو د چاودنو له امله رامینځته شوې.

اما د هلمند ولایتي چارواکو د پیښې په اړه څیړنې او تحقیقات اړین وبلل. د هلمند مرستیال والي (مجاهدالله صفاري) رسنیو ته وویل چې یو تحقیقاتي پلاوی یې ګومارلی ترڅو معلومه کړي چې ایا توغندي طالبانو ویشتلي که حکومت. نوموړي ډاډ ورکړ چې له خلکو سره به د څیړنو پایلې شریکوي، خو د یوې اونۍ په تېرېدو یې نه د پلاوي او نه هم د پایلو په اړه معلومات رسنیز شوي.

سیمې ته د خبریالانو د تګ مخنیوی:

په ټولنیزو رسنیو کې د سیمې افغان فعالان وايي چې له پیښې دوه ساعته وروسته د هلمند یو شمیر خبریالان د طالبانو په بلنه سیمې ته د تګ لپاره اماده شول ترڅو د برید په اړه مستند معلومات راټول کړي، خو د افغان حکومت ملي امنیت یې مخنیوی وکړ او خبریالانو له طالبانو سره په تماس کې له تګ څخه معذرت وغوښت.

عیني شاهدان څه وايي:

د ټولنیزو رسنیو فعالانو د ګڼو عیني شاهدانو ویډیويي څرګندونې خپرې کړي. جانان چې د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی دی او له خپلو ملګرو سره یوځای د پسونو د خرڅلا لپاره میلې ته ورغلی و،د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

«دلته میله ولاړه وه، له پوستو څخه یې هاوانونه راوغورځول، دلته نه طالبان وو او نه جنګ شوی، ټول ملکیان وو، مونږ پنځه کسان وو، خپل مالونه مو د خرڅلا لپاره راویستلي وو، درې شهیدان شول  او یو ټپي شو، یوازې زه پاتې شوم».

یو بل عیني شاهد چې د کورنۍ څو غړي یې په پیښه کې له لاسه ورکړي، وايي:

«زه دلته ولاړ وم چې هوانونه یې راوغورځول، زه ټول مړي او ټپیان پیژنم، دا میله وه، قسم په الله که ما دلته طالب لیدلی وي، مسلمان خو داسې کار نه کوي، که په مړو کې چا یو طالب پیدا کړ اول دې ما ضربه کړي».

نوموړی یوې ډبرې ته اشاره کوي او زیاتوي: «زما ورېره دلته ناسته وه، مالونو ته مې کښینولې وه، زما ورېره یې شهیده کړه، دا هم طالب و؟».

یو بل عیني شاهد چې له بي بي سي سره یې خبرې کولې وویل:

«په ګنج کې میله وه، مونږ د پسونو کاروبار کاوه، یو هاوان راغی د پله په سر ولګېد، دوهم هاوان په میله کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په مینځ کې ولګېد».

د نوموړي یو بل ملګري چې د روغتون په انګړ کې د خپلو ټپي خپلوانو د برخلیک په انتظار ولاړ و، بي بي سي ته وویل:

«مونږ په ګنج کې ولاړ وو، مونږ د پسونو کاروبار کوو، زما درې وریرونه شهیدان دي او څلور زخمیان دي چې په هغو کې تراوسه د دوه تنو نوم اخیستل شوی، خو دوه نور معلوم نه دي چې ایا ژوندي دي که به شهیدان وي».

د طالبانو غبرګون:

طالبانو د سنګین خونړۍ پیښه د «مزدور دښمن قصدي جنایت» وباله او د دولتي چارواکو په هغو څرګندونو یې «تاسف» وښود چې په دوی یې د پيښې د وراړولو هڅه کړې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلل چې «د کابل ادارې، ارګ او نورو چارواکو» د دې پر ځای چې له هلمندي ولس یې بښنه غوښتې وای، د هغوی په سترګو کې خاورې وروشیندلې او برید یې د موټربم په معرفي کولو سره د طالبانو کار وباله.

طالب ویاند په ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو غږ وکړ چې د مستندو معلوماتو او د واقعیت د موندلو لپاره د پيښې ځای ته ورشي او د سیمې له اوسیدونکو سره له نږدې وویني.

د برید په اړه د یوناما څرګندونې:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په ابتدائي غبرګون کې پیښه زړه بوږنوونکی وبلله او د پیښې په اړه پلټنه یې د قربانیانو حق وباله او ویې ویل چې باید هغوی پوه شي چې اخیر څه ورسره وشول .

خو یوناما د پیښې په سبا ورځ څرګنده کړه چې د سنګین برید د دولتي عسکرو له لوري د توغول شوو هاوان یا ډیسي توپونو په مټ ترسره شوی او د ماشومانو په ګډون یې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې ادارې په حکومت غږ وکړ چې «د پیښې د څیړلو لپاره یو خپلواک پلاوی وګوماري، یوناما چمتو ده چې په دې برخه کې له ټولو لوریو سره همکاري وکړي».

د بشري حقونو خپلواک کمیسون موندنې:

د کابل حکومت د بشري حقونو خپلواک کمیسون تائید کړه چې د سنګین ولسوالۍ په میله ځای توغندیز برید د دولتي عسکرو له لوري شوی و. یاد کمیسون په یوې خبرپاڼه کې ولیکل:

«د پېښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، روغتیایي بنسټونو، د سیمې له متنفذینو، مدني بنسټونو او ولایتي شورا سره تر مرکو او بحثونو وروسته څرګنده شوې، چې د درنو وسلو هغه درې مرمۍ چې په سنګین ولسوالۍ کې پر مېله بازار باندې توغول شوې وې او په پایله کې يې ۲۷ تنه وژل شوي و او ۳۵ ټپیان وو؛ د دولتي امنیتي ځواکونو کار وو».

نوموړي کمیسون د دولتي ځواکونو یاد وسلوال برید د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وباله او په حکومت یې غږ وکړ چې د پېښې د څېړلو لپاره يوه بې طرفه او «خلکو ته د منلو وړ» کمېټه وټاکي.

د طلوع راپور او د ځايي اوسیدونکي نظرونه:

د سنګین له خونړي برید څو ورځې وروسته د طلوع تلویزون خبریال (عبدالله همیم) د پيښې ځای ته ورغی او له عیني شاهدانو او ځايي خلکو سره یې له نږدې ولیدل.

نوموړی په دقیق ډول هغه ځای ته هم ورغلی چې دودیز بازار پکې جوړ شوی و او د څو ورځو په تېریدو پکې لا هم د خلکو په وینو لړلي اثار شیندلي پراته وو، خو په وینا یې، داسې علائم نه ترسترګو کیږي چې د لویو چاودنو ګواهي ورکړي.

خدای رحیم چې د سیمې اوسیدونکی دی، توغول شوې مرمۍ په صراحت د حکومت اړوند وبللې او زیاته یې کړه چې ډیری وخت د حکومت مرمۍ راځي او په ولسي میشت ځایونو کې خلک شهیدانوي.

د محمد نصیر په نامه یو بل تن هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګویا په دولتي عسکرو حمله شوې وه او هغوی یې په ځوابي عمل کې د هاوان برید کړی. نوموړی وايي: «زمونږ له ځایه پرې هیڅ برید نه دی شوی، په هغې ورځ مې ولاکه د ټوپک ډز هم اوریدلی وي».

یو بل سپین ږیری (عطاء الله) هم په دولتي عسکرو د حملې ادعا رد کړه او زیاته یې کړه: «درې مرمۍ راغلې او دلته ولګېدې، ولاکه یو ټک پرې شوی وي، خاص زمونږ په تلفاتو پسې دي».

د طلوع خبریال د هغه ماشوم د سترګو لیدلی حال هم پوښتلی چې په برید کې ټپي شوی. میرویس چې سر یې په سپینه پټۍ تړلی، وايي: «هاوانونه یې راوغورځول، زه ټپي شوم، نور هم ډیر کوچنیان او نجونې ټپیان شول، د هاغې غټې لواء څخه یې راغورځولي دي».

د ملي شوری غړي څه وايي:

د مشرانو جرګې غړی حنیف حنیفي د سنګین پیښه د حکومت کار وباله او د دفاع وزارت په چارواکو یې توندې نیوکې وکړې. نوموړي د مشرانو جرګې غونډې ته وویل:

«دفاع وزارت په کومو الفاظو وغندو چې دوی زما په ماشومانو رحم نه لري، زما په ولس رحم نه لري، زما په زنانه وو رحم نه لري. دا څرنګه حکومت کوي، دا څه رقم حکومت دی زما په دې ولاکه سر خلاصیږي».

همدارنګه په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي په صراحت وویل چې د سنګین برید دولتي ځواکونو کړی. نوموړي له عزم ویب پاڼې سره په مرکه کې په اشرف غني غږ وکړ چې په ناسمو راپورونو باور ونکړي:

«د ملي اردو لخوا توغندي توغول شوي چې د ماشومانو په شمول ډیر خلک شهیدان شوي. په اشرف غني غږ کوو چې تاته غلط راپورونه درکول شوي دي، دا پیښه د اردو لخوا شوې ده. مونږ دا غږ کوو چې هر چا دا برید کړی باید ژر تر ژره ونیول شي او عدلي او قضائي ارګانونو ته معرفي شي».

د برید تر شا هدف:

د یوې اونۍ په تېریدو سره دولت نه د پیښې عاملین په ګوته کړي، نه یې د تحقیقاتي پلاوي نتیجه شریکه کړې او نه یې د ولسي خلکو په دودیز بازار د وسلوال برید د موخې او هدف په اړه وضاحت ورکړی.

خو د نوموړي برید په شمول د دولتي ځواکونو لخوا د عامو افغانانو د وژنو پیښې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې حکومت او نړیوال متحدین یې له طالبانو تمه کوي چې په دولتي ځواکونو خپل بریدونه راکم کړي.

د کتونکو په باور، په داسې حال کې چې له امریکایانو سره تر تړون وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د پیل مرحله تر بل هر وخت نږدې شوې او طالبانو په دولتي ځواکونو په خپلو بریدونو کې د پام وړ کمښت راوستلی، ورته خونړي بریدونه د سولې په پروسه کې د حکومت د نیت او ارادې په اړه رنګارنګ پوښتنې راپورته کوي.

ایا د سنګین د برید عاملین به مجازات شي:

که څه هم ګڼو جهتونو د سنګین د وسلوال خونړي برید د عاملینو د موندلو او مجازات غوښتنه کړې، خو تېر ته په پام سره داسې نه ښکاري چې د پیښې په اړه څیړنې وشي، عاملین یې ونیول شي او یا لږ تر لږه د تحقیقاتو پایله له ولس سره شریکه شي.

تر دې وړاندې د هیواد په ګوټ ګوټ کې دولتي عسکرو، ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په ځنځیري ډول د عامو افغانانو کورونه، میشت ځایونه، جنازې او د واده مراسم په هاوانونو او ډیسي توپونو سره په نښه ګرځولي او له ګڼو افغانانو یې ژوند اخیستی، خو د دولت لخوا د تحقیقاتي پلاوو د ژمنو په ګرداب کې نوموړې خونړۍ پیښې یا بابیزه ګرځیدلي او یا هم د یوې بلې خونړۍ پیښې په رامینځته کیدو سره د خلکو له یاده وتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx