روغتیا

جاپان کې لږ بندیزونه، ډیر زاړه کسان خو بیا هم د کرونا مړینې کچه ولې ټيټه ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په اسیایي هېوادونو کې جاپان یوازینی هېواد نه و چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله یې د مړینې کچه ټيټه ده، بلکې سویلي کوریا، تایوان، هانک کانګ او ویتنام هم د ټيټې مړینې هېوادونو په لیست کې دي، خو د ۲۰۲۰م کال په پېل کې جاپان له یادې ناروغۍ کم مرګونه لرل.

جاپان په سیمه کې یوازینی هېواد و، کله چې ګاونډیو هېوادونو د چین سره پر تګ راتګ بندیز ولګاوه جاپان همداسې پرانیستی پریښود، ددې سربېره یې په هېواد دننه د ځینو پاملرنو سپارښتنه وکړه خو نه یې د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې عملي کړې، نه یې بندیز اجباري کړ او نه یې هم په دې لړ کې ځانګړي اصول وضع کړل.

د کرونا ناروغۍ د خپرېدو سره سم د نړۍ په شاوخوا کې طبي پوهانو څرګنده کړه، کرونا ناروغي هغه کسان زیات په نښه کوي چې عمرونه یې زیات وي، مزمنې ناروغۍ ولري او یا هم د بدن معافي سیستم یې کمزوری وي.

ددې سربېره هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه زیاته لري ددې ناروغۍ په خپرېدو کې خطرناک وګڼل شول، په دې لړ کې جاپان د نړۍ نورو هېوادونو په پرتله زیات زاړه خلک لري او یوازې په پلازمینه ټوکیو کې ۳۷ ملیونه خلک اوسیږي چې د ګڼې ګوڼې ډکه د اورګاډي پټلۍ لري او نورو ښارونو ته تګ راتګ کوي.

جاپان تر دې دمه یوازې د ۳۶۰زره کسانو معاینات ترسره کړي خو ددې هر څه سربېره ساینسي څيړنې ښيي چې جاپان پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ برلاسی شوی او تر ډیره یې ددې خپریدو مخه نیولې ده.

جاپان هېواد کې عموما خلک په روغبړ کې لاسونه نه سره ورکوي، نه هم یو بل ښکلوي، ماسک اچوي، له ګڼې ګوڼې ځانونه ساتي او ټولنیز واټن ساتي، خو تر ډيره دا ګمان کیږي چې دا یې له ویروس د خوندیتوب اصلي لامل نه دی.

د ټوکیو پوهنتون یوه پروفیسر د کرونا په اړه له څیړنې وروسته وایي چې ښایي دغه هېواد له دې وړاندې هم کوویډ-۹ ناروغي لرلې وي، خو شاید دا کوويډ-۱۹ نه، بلکې دې ته ورته ناروغي جاپانیانو تیره کړې وي.

ځینې څیړنې ښيي چې جاپان که څه هم په سیمه کې تر ټولو زیات زاړه کسان لري خو روغتیایي وضعیت یې له نورو هېوادونو غوره دی، داسې اټکل کیږي چې جاپانیانو کرونا ته د بدن پياوړي دفاعي سیستم په مرسته ماتې ورکړې وي.

جاپان کې تر دې دمه د کرونا ۱۹۵۲۲ پېښې ثبت شوي چې له برخې یې ۱۷۰۵۰ کسان بیرته روغ شوي او ۹۷۷ کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x