افغانستان

عمر داودزی د پاکستان لپاره د کابل حکومت ځانګړی استازی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت  مشر «اشرف  غني»  محمد عمر داودزی د پاکستان لپاره د کابل حکومت د ځانګړي استازي په حیث ټاکلی.

د راپورونو په اساس، دغه ټاکنه نن د اشرف غني د تازه فرمان په اساس شوې.

عمر داوودزی تر دې وړاندې د سولې عالي شوار د درالانشاء ا و د اشرف غني د کمپاین د مشر په حیث دنده ترسره کړې.

نوموړی داسې مهال د ځانګړي استازي په حیث ټاکل کېږي، چې څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزیر هم « د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت» په موخه «محمد صادق» د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

پاکستاني چارواکي وايي، له کابل حکومت سره یې اړیکې په پراخېدو دي او د لا ټينکښت په موخه تېره ورځ د پاکستان سفیر د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» ته د اسلام اباد د سفیر رسمي بلنه ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close