افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني:  امریکا مو «ثابت قدمه» شریک دی، د سولې په برخه کې یې زیاتې هڅې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، امریکا يې یو ثابت قدمه شریک دی چې د سولې پروسې او په دې برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د غښتلتیا لپاره یې زیاتې هڅې کړې.

غني دغه څرګندونې د نوولسو هیوادونو او د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو د سازمانونو له استازو سره د ویډيويي کنفرانس له لارې د خبرو په مهال کړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « جمهوررئیس له امریکا متحدو ایالتونو څخه د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل، دغه هیواد له افغانستان سره یو ځای د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.»

د نوموړي په خبره «د سولې پروسې موخه دا ده چې خپلواک، ډیموکراتیک او په سوله کې له خپلو، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان د پخوانیو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د حقونو ساتونکی وي.»

غني که څه هم ادعا کړې، چې حکومت یې د جګړې د پای ته رسولو ظرفیت لري او کولای شي، طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړي، خو تر څنګ یې طالبان تورن کړي چې د تېرو کلونو په پرتله یې «تاوتریخوالی» زیات کړی، چې دده په خبره کېدای شي له امله یې د سولې پروسه تخریب شي « که طالبان جګړې ته دوام ورکړي د افغانستان د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.»

دغه غونډه چې د « سولې لپاره د اجماع پياوړتیا»تر نامه لاندې د کابل حکومت په کوربتوب او د بهرنیو چارو وزارت په سرپرستۍ رابلل شوې وه،  په مهال یې غني «تروریزم» او «افراطیت» د ټولو هیوادونو ګډ دښمن بللی او ادعا يې کړې، چې دده حکومت غواړي د سولې په تامین سره افغانستان د سوداګرۍ او اقتصاد څلور لارې وګرځوي.

غني داسې مهال د سیمې له هیوادونو سره بحثونه کوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلې زیاتې شوې او داسې تمې شته، چې ښایي د طالب بندیانو له خلاصون وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close