افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله: له ګواښونو سره، سره د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، له ګواښونو سره، سره به د طالب او  حکومتي بندیانو د تبادلې پروسه بشپړه شي.

عبدالله دغه څرګندونې په هغه ويډيویي کنفرانس کې کړې، چې «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا»تر نامه لاندې  د کابل حکومت په کوربتوب او د بهرنیو چارو وزارت په سرپرستۍ رابلل شوی وو.

د پخلاینې عالي شورا له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې په بنسټ، نوموړي د کنفرانس ګډونوالو ته ویلي «له ګواښونو سره، سره به د دواړو لورو د  بندیانو د تبادلې پروسه بشپړېږي،  له طالبانو او نورو ښکېلو اړخونو هیله لرو چې په دې قضیه کې انعطاف وکړي، تر څو په مرسته یې د بین الافغاني مذاکراتو  پیلېدو ته زمینه برابره  شي.»

عبدالله زیاته کړې «د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه او ځنځیري وژنې د منلو وړ نه دي، تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، تر څو د دواړو لورو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شي او په یوه مناسب چاپېریال کې توافق ته ورسېږي.»

د عبدالله له قوله، جګړه د حل لاره نه ده؛ نو ځکه ټولو لورو ته ښایي، له لاسته راغلي تاریخي فرصته استفاده وکړي او جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

عبدالله داسې مهال د بندیانو د تبادلې د لړۍ د بشپړېدو په اړه خبر ورکوي، چې ویل کېږي، د حکومت بله برخه د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د ۵۹۷ تنو له خلاصون سره یې مخالفت لري او د یاد شمېر بندیانو په اړه حقوقي ملاحظې لري.

طالبانو په بیا، بیا ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې باید ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close