افغانستان

وکیلان: د پارلمان لومړي مرستیال د هرات د ګمرک «غله رییس» ته ستاینلیک ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د هرات والي «سید وحید قتالي» ادعا وکړه، د هرات د ګمرک نوي سلنه عواید شخصي جیبونو ته ځي؛ په پارلمان کې د یاد ولایت د ګمرک د رییس پر سر د وکیلانو تر منځ د نظر اختلاف راپورته شوی.

د هرات والي تېره ورځ په خپلو خبرو کې یاده کړه، چې د هرات په ګمرک کې یوه لویه مافیايي ډله فعاله ده، چې نوي سلنه عایدات حیف و میل کوي او د دولت خزانې ته یوازې لس سلنه عایدات لېږي.

د والي تر څرګندونو څو ورځې وروسته  د ولسي جرګې د لومړي مرستیال له لوري د هرات د ګمرک رییس ته ستاینلیک ورکړل شوی.

د نن ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودیجوي کمېسیون رییس «میر افغان صافي» وویل « موږ داسې اسناد لرو، چې ښيي د هرات د ګمرک رییس په فساد ککړ دی، اوس دې لومړی مرستیال یا د ګمرک د رییس پاکي ثابته کړي او یا هم مالي او بودیجوي کمېسیون د نوموړي د فساد دوسیې راسپړي.»

صافي د پارلمان لومړی مرستیال تورن کړ، چې یوه «غله» ته یې د پارلمان له لوري ستاینلیک ورکړی او بیا یې په فسبوک پاڼه لیکلي، چې دا ستاینلیک د پارلمان د ۲۵۰ غړو په خوښه ورکړل شوی.

یاده دې وي، چې هرات د ګمرک د رییس پر سر د وکیلانو تر منځ جنجال داسې مهال راپورته شوی، چې د هرات ځایي چارواکي وایي، لوړ رتبه چارواکي له مافیايي ډلو سره لاس لري او  د هرات په ګمرک کې يې په لوی فساد لاس پورې کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close