نظــر

د اسیا فاتحین؛ او موته افغانستان!

استاد محمد زمان مزمل

تقسیم جغرافیه او دوه تابعته وجدان:

د قدرمن نصیب ځدران د سترګو لیدلی حال او د آزاد ولس محکوم وطن یونلیک چې مې ولوست د هغه کم وخت او د ملت سره د خواخوږۍ درنې جذبې ماکې دا تأثر پیدا کړ چې مونږ د تنظیمو او حکومتو د غلطو اجنډاو او غلطو اجراآتو په منځ کې دا څلویښت کاله بد تقسیم شوو نیم د ارګ د مستبدو حکمرانانو په کمربند او سره خط کې نېنې شو او نیم نور په یو تقسیم جغرافیه کې د ارګ د هغو مخالفینو په سپورو اجراآتو کې په اور وکړیدو چې یو باوجدانه افغان پدې تقسیم جغرافیه کې په دوه تابعته وجدان ګوډ او مات ژوند لري ،د دواړو طرفو په منځ کې ملت له پخوا لکه متهم، لکه مجرم، بې باسخواسته تحقیر، بې کوره او وژل کیږي.

رښتیا هم مونږ ددغې تقسیم جغرافیې سره ځان نه شو تقسیمولای.

د ځوان محصل نصیب د رخصتۍ د سفر زورونکی راپور داسې یو څه وه چې مونږ له خپل ملت شکیدلو او معامله ګرو بلکې هغو د ځان په غم کې چوپو او بې احساسو لپاره پکې دا پارونکی درد شته چې ولې مونږ له خپلو کلیوالو سیمو او خپل برمته ملت نه داسې یو طرفه ځان شکولی ده چې هغه د یو ژورنالیست په سطحه هم په دوو کلونو کې د کلیوال دوزخي افغانستان له دننه نه ځان او د ارګ خان خبر کړو.

ما د نصیب (ازاد ولس محکوم وطن)له راپور او تصویرونو نه د بلا تأثرونو په لړ کې همدا تأثر له ځان سره واخست.

د ازاد ملت محکوم هېواد د روایت افغانستان څلویښت کاله کیږي لکه د سیلاب نیزولی زما د سوچ څپې څنډې څنډې ته کوي او دا پدې خاطر چې د تجاوز کوربانه او د تجاوز ماتونکي د همدې ازاد ملت او محکوم هېواد برخه دي.

ډیر وه چې د ازادۍ په ویاړ ماړه نه شول خو مړه شول او پاتې نور ډیر یې د محکومیت په پېغور مړه نه شول خو ماړه شول ددې معادلې حل چې د تاریخ هر محقق ته یوسو نو که د قلم جایزه راکړي نو په یو سوړ پسخند به مو پر شا وټپوي.

دا چې زما په شان د څلورو ورونو خاوند لپاره د نهو خویندو ورور البته د نصیب په روایت خپل مړی او کور د بې کسۍ هغه یخ غم ته پریږدي چې د نارینوو پکې ژامې ریږدي نو ته ووایه چې دا درانه ویاړونه به پدې له نارینوو تشو کورونو کې اخر لمانځي څوک؟؟؟

بیا هم د ځوانو بچو او ځوانانو د خام خاطر په خاطر به یې د قلم په ژامو په ویاړونو فلمي شخوند ووهم او له پېغور نه به یې لکه د اشغال د کوربانو سترګې پټې کړم او هومره بدلون به پکې راولم چې ازاد وطن محکوم ولس.

زه یې څه کړم که دا سفر او تأثر د یوه بې وسه محصل دی او په دې یې سترګې پټوم چې په سړه جذبه لیکل شوی او که په توده جذبه.

ولی د کلیوالو پلرونو په کور کې زیږیدلو عیارانو خپل میراث ټوپک د خپل څلورم او یا پنځم ورور په وږه کېښود که څه هم خاطره ورونه یې د شهادت د کالونۍ چوپې دنیا ته ولاړ ولې د ټرمپ فتحه یې د لس میلونو افغانانو د هدیرې شاته کړه.

ته او بل، زه او نور سیاسي تجاران او مذهبي بې روحه مجسمې به سبا د خدای په وړاندې ددې اتلس کلن جنګ څه ځواب وایو؟چې نېمه سېکولر او خام مذهبیان پکې هره ورځ د سولې او ازادۍ لارې ته د بې دردۍ او مخالفت ډبرې غورځوي.

نصیب ښه جرأت کړی چې د درې شهیدو ورونو د څلورو په وږه یا د پنځم په وږې د پنځم اتل سره مخامخ او په اوچتو سترګو ستړې مشي کړې څوک چې ورسره د مخامخ کېدو جرأت هم نلري؟

دا اتلولي چې د ورونو پنځم مجاهد یې پدې خاوره کې کلکسونونه جوړ کړل افسوس چې دا اتلولي به خود له ځان سره ګور ته وړي ځکه موته افغانستان د ماتو فاتحینو افسانه داسې چاته پاتې کیږي چې د لمانځلو او ساتلو یې کلتور نه لري ایا د شوروي اتحاد کیسه مو له خاطره ووتله…؟

بیا افغانستان او افغانان د خالد د موته یاد او خاطره په لوګر او کندهار په هر کور کې ژوندۍ ساتلې ده چې دا ځل ورونه له خپل ورور میراث ټوپک ځمکې ته نه پریږدي ولې… یو څه ته باید متوجه شو چې د پنځم ورور ټوپک د امریکا په وتلو د داسې چا په وږه کېنښود شي چې د امریکایې پر ځای بیا هم خپل افغانان ووژني
هوښیار اوسئ…د شوروي افسانه لنډه تېره شوله …شوروي مات شو او د غنیمت کلاشنکوف شپیلۍ مو پخپلو خلکو راوګرځوله.

مګر دا ځل طالب او له کابل نه سولې ته ورتلونکو ته وایم دا ځل هوښیار شئ.

د نصیب ځدراڼ دا هڅه او د زاره چاودې جغرافیې راپور په تېره د ګلالي طحه د سوې زانګو تصویر چې شل کتابه خبرې په ځان کې لري دا ټول هغه سجل دی چې نصیب ځدران ته یې مبارکي او په ملي ساحه د مزید ستومانیو ګاللو هیله مند یم.

خدای دې د طحه د ځوانۍ د سولې منتظر سبا په خیر راولي.

والسلام.محمد زمان مزمل

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close