نن ټکی اسیا

کرونا ویروس؛ سعودي د حج په اړه ځانګړي مقررات اعلان کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سعودي د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز سږ کال د حج لپاره د کرونا ناروغۍ لارښوونو سره سم بشپړ مقررات او احتیاطي تدابیر اعلان کړي. په دې مقرراتو کې طواف، اوسېدنه، عامه ځایونه، زیارتونه، تګ راتګ او سقاوې شاملې دي.

د سعودي حکومت دوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې یوازې کورني خلک کولی شي حج ادا کړي، په دې لړ کې هغه بهرني کسانو ته هم اجازت ورکړل شوی چې په سعودي کې میشت وي.

نن د دوشنبې په ورځ د سعودي حج وزارت اعلان وکړ چې سږ کال به ۷۰ سلنه هغه بهرني کسان چې په سعودي کې میشت دي او ۳۰ سلنه سعودیان د حج فریضې ادا کولو اجازت ولري چې ټوله شمېره به له ۱۰ زره کسانو څخه کمه وي.

ددې ترڅنګ سږکال حج به د نورو کلونو په پرتله توپیر ولري، د کعبې او تورې تیږې لمسول منع شوي، په هر ځای کې ماسک اغوستل او د خلکو ترمنځ یو نیم متر واټن ساتل اړین ګرځول شوي دي.

حج به څرنګه ادا کیږي؟

حاجیان باید په ټولو مراسمو کې ماسک اغوندي، ټولنیز واټن او نور مقررات مراعات کړي، دوی باید له یوه بل سره هیڅ وسیله تبادله نه کړي او د لیفټ په استعمال کې به هم ټاکلی واټن مراعتوي.

د جولایي له ۱۸مې تر راتلونکې میاشتې اګست ۲مې پورې به منی، مزدلفې او عرفات ته یوازې هغه کسان ننوځي چې د حج اجازتلیک ولري.

اوسېدنه

کارمندان او اوسېدونکي باید په هر حالت کې ماسک ولري، حج کونکي یوازې په خپلو خونو کې کولی شي ماسکونه لرې کړي، د ورځې په جریان کې ککړې شوې سطحې لکه د خوراک لپاره کارول شوي میزونه، چوکۍ، لاستي، استقبالي میزونه، چابیانې او بټنې به په مکروب ضد مایع وینځل کیږي.

خوراکي توکي

د زمزم او عامې اوبه به په یو وار مصرف بوتلونو کې وړاندې کیږي، ټول یخچالونه چې د مکې مکرمې په مقدس ځایونو کې ځای پرځای شوي غیر فعاله وي، حاجیانو ته به تیار پاخه شوي خواړه چې په پاکټ کې بسته شوې وي ورکول کیږي.

په خوړو کې به د لاسونو لپاره د مکروب ضد مایع صنایع ټولو ته ورکول کیږي، په دې تړاو به ځانګړې عملې ته روغتیایي لارښوونې ورکول کیږي، دوی به ددې تضمین هم کوي چې حاجیان خپلو منځو کې یو نیم متر واټن وساتي او هیڅوک کعبې او حجر اسود ته لاس ورنه وړي.

تګ راتګ

د هرې ډلې حاجیانو لپاره به ځانګړی بس شتون ولري، هر حاجي به ټاکلې څوکۍ ولري، د مسافرینو شمېر به له نیمایي زیات نه وي، ټولنیز واټن به مراعات کیږي، د عامه استعمال لپاره به کاغذي او د مکروب ضد مایع پاکټونه شتون ولري، د وتلو او ننوتلو لارې به بیلې وي، په موټر کې به ودریدل منع وي او حتی هڅه به کیږي چې د کورنۍ غړي هم د یوه بل ترڅنګ کښینني.

منی او عرفات

د منی او عرفات مراسمو په جریان کې، حاجیان باید ټول ماسک واغوندي او یو نیم متر ټولنیزه فاصله مراعات کړي، حاجیان باید دقیقا ټاکل شوي ځایونو کې ودریږي، خیمې به په ۵۰ متره مربع کې وي او له لسو کم کسان به په کې وي، دغه راز اودس به په سلسله وار ډول کیږي او ټولنیز واټن به مراعات کیږي.

د کعبې طواف

حاجیان به په بېلو بېلو ډلو کې د کعبې طواف کوي‌ او په ډلو کې به د صفا او مروا خوا ته ځي،‌ او د هرې ډلې له وتلو وروسته به ټوله سیمه په مکروب ضد مایع وینځل کېږي.

د طواف پرمهال به هر حاجي له بل سره په یو نیم متر واټن کې وي، کعبه او حجر اسود به نه لمسوي (ددې پر وړاندې به خنډونه نصب شي)، تر څو یې څوک د لمسولو کوښښ ونه کړي.

شیطان ویشتل

هر حاجي ته به په پوښونو کې ځانګړې ډبرې ورکول کیږي، ټولنیز واټن به مراعات کیږي، او په یوه وخت به له پنځوسو زیات خلک ډبرې نه ولي، ماسکونه او د مکروب ضد مایع به ټولو حاجیانو ته په کافي اندازه شتون ولري.

ددې سربېره که کوم حاجي‌ کې د کرونا ویروس نښې ښکاري‌ نو طبي‌ معاینه به یې کېږي، ځانګړی استوګنځی به ورکول کېږي او د تګ راتګ لپاره به جلا اسانتیا ورته برابرېږي، خو که ډاکټرانو اړینه وبلله نو دا ناروغ کس د حج له مراسمو منع کولی هم شي.‌

په سعودي‌ عربستان کې تر دې دمه ۲۱۰زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له مخې يې ۱۴۵ کسان بیرته رغېدلي‌ او له ۱۹۰۰ زیات ترې مړه شوي هم دي.‌