دیني، سیرت او تاریخ

لمونځ مو له شیطاني وسوسو داسې وژغورئ

حمزه حسیني

په ځینو احادیثو کې د هغه شیطان یادونه راغلې، چې دنده یې یوازې همدا وي، چې د خلکو لمونځونه فاسد او خشوع یې له منځه یوسي، ددې شیطان نوم ”الخنزب“ دی، نوموړی له تکبیر تحریمه سره متصل خپله دنده شروع کوي او په سلام ګرځولو سره یې پای ته رسوي؛ نو دی په همدې دوران کې د لمونځ کوونکو په زړونو کې رنګا رنګ وسوسې ور اچوي او له الله تعالی څخه یې رجوع پرې کوي.

خنزب شیطان د لمانځه په دوران کې د خلکو په زړونو کې د دنیا د هغو کارونو سوچ او فکر ور اچوي چې دوی به یې له لمانځه دمخه هیڅ فکر نه کاوه او نه به یې په ذهن کې حاضر ول، خو د لمانځه په پیل سره دوی په همدې دنیایي سوچونو کې مشغولوي او چې کله سلام وګرځوي بیا رابیدار شي، نو بیا نه یې خبر چې ده څو رکاته وکړل؟ او کوم سورتونه یې پکې ولوستل؟

اوس سوال دا دی چې څنګه کولی شو له دې خنزب مصیبت نه ځانونه وژغورو، تر څو یې له وسوسو په امان شو او په ښه توګه د خپل عبادت چارې تر سره کړو؟ راځئ احادیثو ته مراجعه وکړو، ځکه له دې مشکل نه د خلاصون لاره حضور اکرم صلی الله علیه وآله وسلم راته بیان کړې ده.

عن أنس: أن عثمان بن أبي العاص أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال يا رسول الله! إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقرائتي يلبسها، قال رسول الله صلى الله عليه وسلم (( ذاك الشيطان يقال له خنزب فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه واتفل عن يسارك ثلاثا ))
قال : ففعلت ذلك فأذهبه الله عني .
ـــــــــــــــــــــــ
ژباړه:
انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، چې عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته راغی، نو ورته ویې ویل: ای د الله تعالی رسوله! صلی الله علیه وسلم، شیطان علیه اللعنة زما او زما د لمانځه په منځ کې حائل واقع کیږي او زما قرائت را ګډوډوي، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل، دا خو شیطان دی او خنزب نومیږي؛ نو چې کله دې همداسې حالت احساس کړ، نو په الله تعالی ترې پناه وغواړه (اعوذ بالله ووایه) او درې ځلې چَپ طرف ته لاړې (نانې/ناړې) توپ که، نو همدا عثمان بن ابي العاص فرمایي، چې دا کار مې وکړ او الله تعالی شیطان له ما نه لرې کړ یعني په لمانځه کې مې بیا ځلې توجوه نه خرابېدله او نه مې په قرائت کې ستونزه راتلله.

په حدیث شریف کې د ”تفل“ لفظ راغلی دی، په لسان العرب کې ددې معنا په هغې هوا سره شوې چې لږ قدر لاړې ورسره ګډې وي او که یوازې هوا وي لاړې ورسره نه وي، نو هغې ته بیا عرب ”نفث“ وایي.

ابن عثیمین رحمه وایي، که چېرته سړی یوازې وي او له مسجد نه د باندې/بهر وي، نو اعوذ بالله من الشیطٰن الرجیم به ووایي او چپ طرف ته به لاړې توپ کړي، خو که سړی مسجد کې و او د خنزب علیه اللعنة له دې وسوسې سره مخ شو، نو بیا به اعوذ بالله ووایي او چپ طرف ته به مخ کړي او لاړې به په دوسمال باندې توپ کړي، خو البته که ددې امکان هم نه و او خلکو ته تکلیف رسېده، بیا یوازې دا هم کفایت کوي چې چپ اړخ ته فقط مخ واړوي او اعوذ بالله من الشیطٰن الرجیم ولولي.

ابن باز رحمه الله هم وایي، چې لمانځه کې چپ طرف ته مخ کول او اعوذ بالله ویل مستحب عمل دی، خو د سخت حاجت په وخت کې ځکه وای، نبي کریم صلی الله علیه وسلم خپل صحابي ته همدا طریقه وښودله او هغه عملي کړه الله تعالی شفاء ورکړه.

زما شیخ، شیخ القرآن حضرت مولانا نور الهادي الشاه منصوري دامت برکاتهم العالیه به یوه لطیفه ویله، چې یو ځلې د وخت بزرګ له خپل مرید نه پوښتنه وکړه، که چېرته د شیطان له وسوسې سره مخ شوې نو څه به کوې؟ نو وای مرید ورته وویل، چې د الله تعالی ذکر به شروع کړم، پیر یې بیا پوښتنه وکړه که ذکر دې پرېښود او بیا شیطاني وسوسه درته راغله بیا به څه کوې؟ نو مرید بیا هماغه ځواب ورکړی و، چې بیا به د الله تعالی ذکر شروع کړم، نو وای دې بزرګ ورته وویل، چې ستا او شیطان تر منځ به نو د فوټبال لوبه روانه وي، بیا یې وای خپل مرید متوجه کړ چې کله داسې ستونزې سره مخ کېدلې نو اعوذ بالله وایه له دې بلا به خلاص شي، ځکه ددې علاج یوازې همدا ده.

کچېرته چا خوب ولیده او بیا رابیداره شو، خو دا خوب دده په اند ښه نه و، بلکې شیطاني خوب و، نو چپ طرف ته به مخ کړی او لږ قدرې لاړې به توپ کړي تر څو یې شیطان په خوب کې بیا ځلې مداخله و نه کړي او نه شیطاني خوبونه وویني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close