افغانستان

طالبانو یوځل بیا په سرپل کې سلګونو کورنیو ته خوراکي مرستې ویشلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ملکي خلکو ته د مرستو رسولو په لړ کې طالبانو یوځل بیا په سرپل ولایت کې شاوخوا ۷۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ویشلي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام (W.F.P)لخوا مرسته شوي خوراکي توکي(اوړه، دال او مالګه) یې د «اسلامي امارت» د مؤسساتو کمیسیون په همکارۍ د سرپل ولایت په الفتح او البدر ولسوالیو کې پر ۷۵۰ اړمنو کورنیو باندې ویشلي دي.

نوموړی زیاتوي، په مرسته شوو خوراکي توکو کې هرې اړمنې کورنۍ ته دوه بوجۍ اوړه، اته کیلو دال او یوه کیلو مالګه ورکړل شوي: «په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه ، ۸ کیلو دال ا و یو کیلو مالګه شامله وه.»

له یوې اونۍ څخه په لږه موده کې دا دویم ځل دی، چې طالبان په سرپل ولایت کې سلګونو اړمنو او بې وسه کورنیو ته خوراکي توکي ویشي، پنځه ورځې وړاندې هم طالبانو د ددې ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې له ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ویشلې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

طالب ولی دا سوچ نه کوی چی دا دمره خلک او ملت ولی هره ورځ له ما او بله خیرات غواړی او د بل خیرات ته ناست دی؟؟؟؟

hakim

ولی پتِ سترگی دا کومکونه ی نه وینی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close