نن ټکی اسیا

د بشري حقونو فعالان: په اخلاقي فساد ککړ کرام الدین کرام باید زر تر زره ونیول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بښنې نړیوال سازمان او افغانستان کې د بشر حقوقو خپلواک کمیسیون له حکومت نه غوښتنه کړې، چې د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین د نیولو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کرام چې د پنجشیر ولایت اوسېدونکی دی، یو کال مخکې وروسته له هغه ګوښه او سترې محکمې یې د نیولو امر وکړ چې د فوټبال د ملي ټیم یو شمېر ښځینه لوبغاړو ادعا وکړه چې نوموړي په جنسي توګه ځورولي دي.

د یو کال په تیرېدو لاهم کرام الدین کرام آزاد ګرځي او کورنیو چارو وزارت په دې نه دی توانېدلی چې د محکمې د حکم مطابق یو مجرم د عدالت منګولو ته وسپاري، د کومې له امله یې په کور دننه او بهر حقوقي او بشري سازمانونه سخت اندېښمن دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي د کرام الدین کریم نه نیول کېدل په افغانستان کې د قانون نه حاکمیت او د قضايي او عدليي بنسټونو کمزورتیا په ډاګه کوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«د افغانستان د فوټبال فډراسیون کې د مېرمنو د ځورونې تورونه څېړنې د لویې څارنوالۍ له خوا بشپړې او مخکې د پرېکړې په منظور محکمې ته استول شوې، محکمې د درې تنو تورنو په اړه خپله پرېکړه کړې او د فوټبال د پخواني فډراسیون په ګډون دوه تنه نور عندالاحضار د محاکمې وړ وګنل.»

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا د برخې غړې سمیرا حمیدي وايي:«موږ تر هغې چې د قانون له تطبیق سره او محاکمې ته د مجرمینو له راوستو او د هغو د سزا کولو لپاره کار ونه کړو دا ستونزې له منځه نه ځي.»

په ورته مهال د بشري حقونو د څار ډله وايي، افغان حکومت حتی نه شي کولای د کرام الدین کرام د هغو سیاسي ملاتړو پر وړاندې چې په حکومت کې هم شامل دي، مبارزه وکړي، کوم کار چې ددغه سازمان په خبره د هغو نجونو پر وړاندې خیانت دی چې د «کرام» له لوري ځورول شوې دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د اسیا د چارو مدیره پتریشیا ګاسمن بیا وايي: «داسې هېڅ نښه نشته چې څرګنده کړي حکومت د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي ته رسیدګي کړې وي، د څو پېښو سربېره، د جنسي تېري تور، افغان حکومت هڅه کوي چې د سزا نړیواله محکمه متقاعده کړي چې د عدالت ټينګښت باندې واکمن دی؛ خو حتا نه شي کولای له هغوی سیاستوالو او هغو کسانو سره چې په دولتي ادارو کې حضور لري مقابله وکړي چې له کرام الدین کرام څخه ساتنه کوي. دا قرباني ښځو ته خیانت دی.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو او اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ هم وايي:«د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت څخه غواړو چې د ده (کرام الدین کریم) د نیولو په برخه کې په وخت، ژر او پایله لرونکي اقدامات ترسره کړي.»

کورنیو چارو وزارت په د ې اړه چې ولې تر اوسه کرام الدین کریم نه دی نیول شوی څه نه وايي؛ خو یوې سرچینې د نوم نه ښکاره کولو په شرط رسینو ته ویلي چې کرام الدین کرام پنجشیري د ولسمشر د لومړي مرستیال او پخواني جنګسالار امرالله صالح له ملاتړ څخه برخمن دی، ځکه یې حکومت په وړاندې د اقدام څخه ډډه کوي.