دیني، سیرت او تاریخ

کومو اهل قبله وو ته کافر نه ويل کيږي؟

رحمت الله مؤمن

کومو اهلو قبله وو ته چې کافر نه ویل کېږی، د هغوی څخه:

د اهل سنت علماوو اقوال!
د معتزله وو اقوال!
د اهل سنت د امامانو دلیل!
د اهل سنت علماوو اقوال:

علامه تفتازاني رحمه اللّٰه د هغو اهل قبله وو د معلومولو په سلسله کې چې کومو ته کافر نه ویل کیږي، د اهل سنت علماءوو او معتزله وو ذکر شوي لاندي اقوال په ”مقاصد” جلد: ۱، صفحه: ۲۶۹ کښي فرمایي:

” اووم بحث، د هغو اهل قبله وو د حکم بیان چې د اهل حق مخالف دي:

۱:…  کوم اهل قبله ځان ته مسلمان ویونکې چې د حق مخالف (او ګمراه) دي، هغوی ته تر هغه وخته کافر نه ویل کیږي تر څو چې د دین د ضروریاتو (یعنې د هغه قطعي او یقیني عقایدو او احکامو) انکار ونه کړي (کوم چې د شارع علیه السلام څخه د ثابتېدو د امت اجماع ده) مثلاً د عالَم حادث (یعنې د عدم وروسته موجودیت) کېدو عقیده، جسماني حشر (یعنې د مړیني وروسته په جسماني طور دوهم ځل ژوندی کېدلو) عقیده.

۲:…  او ځیني علماء وایې چې یا!

د هر اهل قبله څخه اختلاف کوونکې (مطلقاً) کافر دی، ځکه چې هغه د حق مخالف دی.

۳:…  د استاد رحمه اللّٰه قول دی چې: کوم چې موږ ته (اهل حق ته) کافر ووایې، موږ به هم هغه ته کافر ووایو او چې موږ ته (اهل حق ته) کافر و نه وایې، موږ به هم هغه ته کافر ونه وایو (دا د اهل سنت د علماوو درې قوله وه).

د معتزله وو اقوال:

۱:…  د معتزله وو څخه متقدمین خو دا وایې چې: کوم خلک چې بنده په خپلو اعمالو او افعالو مجبور، د اللّٰه تعالی صفات قدیم، اللّٰه تعالی د بنده د اعمالو او افعالو خالق بولي (یعنې په اساسې عقایدو کې د معتزله وو مخالف وي داسې خلک زموږ په نزد کافران دي.

۲:…  خو عام معتزله وایې چې: کوم خلک چې د اللّٰه تعالی صفات (د هغه پر ذات) اضافه (بېل) مني، (په آخرت کې) د اللّٰه تعالی د دیدار، (د ګنهکارو مسلمانانو) د جهنم څخه په وتلو قایل وي او د بندګانو ټولي بدی او بدي کړني د اللّٰه تعالی تر ارادې او خوښۍ لاندي، داخل او اللّٰه تعالی د هغه خالق بولي (یعنې په ټولو عقایدو کي د معتزله وو مخالف وي داسې ټول خلک کافران دي).

د اهل سنت د امامانو دلیل:

د اهل سنت د امامانو دا دلیل دی، چې نبي علیه الصلوة والسلام او د هغه وروسته صحابه ؓرضي اللّٰه عنه او تابعین رحمه اللّٰه  (د همدا ډول) عقایدو څېړنه نه کول (لکه معتزله چي یې کوي) بلکې یواځې یې د ”حق عقاید” څخه ځانونه خبرول (او توحید و رسالت، د مرګ وروسته ژوند او نورو اساسې عقایدو په اختیار کولو سره د مسلمان کېدو لپاره کافي بلل. که پر دې خبره دا اعتراض وشي چې: بیا خو نو په مجموع کې د ټولو عقایدو په باره کي باید هم دا ډول د حق بیان کولو باندي بسنه وشي.

نو ددې ځواب دادی چې: په مجموع کې پر ټولو عقایدو او اصولو باندې او د هغوی دلایل د هغو د اوښ چلوونکو عربو د فهم د معیار مطابق دومره مشهوره او ظاهر واضح وه، چې هر مسلمان د هغه څخه خبر او مطمین وو او بې له شکه یې هغه قبلول.

ځینې علماء ددې اعتراض ځواب دا ورکوي چې: په لومړیو پېړیو کې تفصیلي عقاید ددې لپاره نه بیانېدل چې (په دې زمانه کې) اجمالي ایمان (یعنې په تفصیل معلومولو پرته ایمان راوړل) کافي وه، په دې خاطر چې په عام طور عقلي او نظري نازکې سره نابلده یو ساده ذهنه قوم وو، هغوی بې له کوم شکه او بې له کوم رد او سرکښۍ څخه یې حق عقاید قبلول.

د څېړني او شرحي اړتیا هغه مهال وي، کله چې همدا څېړنه او شرحه یې مخکې په نظر کې وي (یعني باطلي عقیدې یې له مخکې څخه پر ذهنونو مسلط وي، نو د هغه د له منځه وړلو لپاره د څېړني، شرحي او د حق خلاف وهمونو او شکونو د رد ضرورت وي) که نه نو بې شمېره داسې ټینګ او مخلص مؤمنان موجود دي کوم چې قدیم او حادث معنا هم نه پېژني او هغه پخپله عقیده کې صادق مؤمنان دي.

دا بحث خو پر خپل ځای دی مګر د یوې ډلي بلي ډلي ته کافر ویل دومره مشهوره دي چې ددې د بیانولو اړتیا نشته (په هر حال، د استاد رحمه اللّٰه په وینا: څوک چې اهل حق ته کافر ووایي، هغه یقیناً کافر دی او موږ به هغه ته کافر وایو، که څه هم هغه د اهل قبله وو څخه وي.

د دين د ضروریاتو او پر هغه د متفق عقایدو منکر اهل قبله، په متفق طور کافر دی:

علامه موصوف د ”مقاصد” په شرحه کې د ”باب الکفر والایمان” لاندي په جلد ۲، صفحه: ۲۶۸ څخه تر ۲۷۰ پوري، ددې تشریح دا ډول کوي:

د اهل قبله په باره کې د ذکر شوي لوړ بحث تعلق یواځې د هغو خلکو سره دی کوم چې د دین د ضروریاتو لکه (توحید، نبوت، ختمِ نبوت، وحي او الهام) د عالَم حدوث او بدني حشر او نور په مجموع کې پر ټولو حقو عقایدو کې د اهل قبله سره متفق وي، خو ددې برسېره په نظري عقایدو او اصولو کې د اهل قبله مخالف وي، لکه صفاتِ الهیه، خلقِ اعمال، د الهي ارادې عام کېدل د خیر و شر دواړو لپاره، د الهي کلام قدیم والی، د اللّٰه عزوجل د ديدار ممکنوالی، ددې برسېره هغه ټول نظري عقاید او مسایل په کومو کې چې حق یقیناً یو وي (اثبات یا نفي) د حق د داسې مخالفینو په اړه بحث دی چې د هغو عقایدو معتقد او د منلو (یا نه منلو) پر اساس کوم اهل قبله (مسلمان) ته باید کافر وویل شي یا نه؟

که نه نو په دې کې خو کوم اختلاف نشته چې هغه اهل قبله (ځان ته مسلمان ویونکې) چې ټول عمر روژه، لمونځ او د نورو ټولو عباداتو او احکامو پابند وي خو عالَم قدیم (ازلي، ابدي) مني، یا د مرګ وروسته د جسماني ژوند انکار کوي، یا اللّٰه تعالی د جزیاتو (د هر څیز) عالِم نه مني (د قبلې پر طرف د لمونځ کولو برسېره) بې له شک او شبهې کافر دی، همدا ډول که کوم بل کفري وینا یا کار دده څخه واقع شي نو هغه هم کافر دی.

کتاب: اِکفارالملحدين

” رحمت اللّٰه مومن “

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close