نظــر

جمعيت ولې او چا ټوټه ټوټه کړ؟!

احمد مشفق

هغه ګوندونه او ټولنې چې د اسلامي فکر پر اساس رامنځته شوي دي او د اسلام لپاره يې يو څه مبارزه کړې ده، که هر څومره له خپلې اساسنامې څخه تنزل وکړي، د انحراف لاره غوره کړي او آن له کفارو او د غير اسلامي مفکورو له درلودونکو سره د مسلمانانو پر خلاف موالات او سازش هم وکړي کفار او د دوی ملګري به يې کله هم ونه بښي.

جمعيت چې د اسلامي فکر پر اساس رامنځته شوی ؤ او وروسته له خپل مسير څخه د تنزل او انحراف ښکار شو او آن له کفارو او د دوی له ملګرو سره د خپل مسلمان اولس او اسلامي ارزښتونو پر خلاف د موالات مرتکب شو بيا هم ونه بښل شو، سيکولرانو او پخوانيو کمونستانو د لويديځوالو سره يو ځای په يوه مرحله کې د خپلو ګټو لپاره دوی وزغمل خو اوس يې د دوی د بيخ کندۍ لپاره پايڅې بډ وهلې دي او د دوی د ټوټه کيدو پلان نور د نهايي کيدو په حالت کې دی.

د ځينې باورې سرچينو له قوله د جمعيت ګوند په وروستي اختلاف کې د پردې تر شاه د لويديځو استخباراتو لاس دی او لوبه اشرف غني د امرالله صالح په توسط مخته وړي، دوی له يوې خوا عطاء محمد نور په شا ټپوي او ورته وايي چې د جمعيت د رهبرۍ مستحق تاسې ياست او له جمعيت نه د بيليدو په صورت کې د امتيازاتو وعده ورکوي او له بل لوري په غير مستقيمه توګه صلاح الدين رباني او احمدضياء مسعود ته داسې ښکاره کوي چې پر ضد مو دسيسه روانه ده او غواړي عطاء محمد نور او ملګري يې د جمعيت ګوند رهبري په خپل لاس کې واخلي.

د څارونکو له نظره د جمعيت ګوند دا ټوټه کيدل به د صلاح الدين رباني او عطاء محمدنور تر شاخونو محدود پاتې نشي او کيدای شي د دوی شاخونه هم په نيږدې راتلونکي کې پارچه پارچه کړای شي او په نتيجه کې امرالله صالح ( چې يو سيکولريست دی ) ټول ځان ته محتاج کړي او د جمعيت په ځوانه طبقه کې نور زيات تبارز وکړي او عملاً يې په يوه سيکولريستي طبقه بدل کړي.

لويديځوال له هند او روس سره د جمعيت ګوند د زړو مشرانو له اړيکو څخه هم تشويش لري او داسې ويل کيږي چې هند او روس دواړو د دې اختلاف د بدو پايلو په اړه د جمعيت دواړو شاخونو ته خبرداری ورکړی دی او د لويديځ له دسيسي څخه يې خبر کړي دي خو دوی چندان غوږ نه دی پرې ګرولی او د هغه امتيازاتو په نشه کې دي چې ژمنه يې ورسره شوې ده.

ځينې سرچينې دا هم وایي چې کيدایشي د جمعيت په دواړو شاخونو کې يو شمير کسان په مرموز ډول ترور شي او يا ځينو استخباراتي ډلو ته پرې د عملياتو زمينه برابره شي او بيا يې پړه په طالبانو ورواچول شي، تر څو يې په مټ په ارګ واکمنه د سولې ضد کړۍ او ځينې بهرني استخباراتي سازمانونه له امريکايانو سره توافقنامه او بين الافغاني مذاکرات سبوتاژ کړي او له بل لوري د جمعيت په ګوند کې داسې درزونه رامنځته کړي چې بيا کله هم ونه رغيږي او سره يوځای نشي.

لويديځوال او د دوی ملګري په اسلامي حرکتونو کې په نفوذ، د اسلامي حرکتونو په انحراف، له ځان سره په ملګري کولو، ټوټه کولو او له منځه وړلو کې اوږده تجربه لري او زياتره يې هغه اسلامي حرکتونه ښکار کيږي چې په رهبرۍ کې يې واقعي ديني علماء کرام قرار ونلري، د سیاسي مصالحو د خونديتوب په موخه د اسلامي شريعت پولې په نظر کې نه نيسي، له خپل اجتهاد څخه کار اخلي، د اصولو او ضوابطو پر ځای روابط او شخصيتونه پالي، قومي او سمتي رنګ پکې غالب وي، د عقلي او جسماني راحت خوښونې فرهنګ پکې مروج وي، اسلامي فکري پوخوالی ونه لري او مبارزه يې د اسلامي شريعت د لارښوونو سره برابره نه وي، د تدبير او عمل پر ځای په احساساتو او شعارونو کې غرق وي .

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sharif

دجمعیت ګوند که په ابتداء کي هر ډول اسلامي صبغه لرل خو په اوس او راتلونکي کې نور دخیر تمه نه سې ورته کیدای بلکې دمسلمانانو دپاره یې دیوناسور شکل غوره کړی دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close