افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغان سولې پروسه د مخالفینو له تخریب وژغوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): پاکستان وایي، د سیمې او ګاونډ ثبات او امنیت د افغانستان په سوله کې نغښتی، نو تمه ده چې نړیواله ټولنه به د افغان سولې پروسه د مخالفینو له تخریب وژغوري.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «صادق خان» په هغه ويډيويي غونډه کې کړې، چې د « سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر نامه لاندې د کابل حکومت په کوربتوب د نوولسو هیوادونو او بیلابیلو نړیوالو سازمانونو تر منځ جوړه شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني لوري د خپلې وینا په مهال د سولې توافقنامې مطابق د بندیانو د تبادلې د بشپړېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غوښتنه کړې.

د خبرپاڼې په بنسټ، پاکستان د سیمې امنیت او ثبات په افغان سوله کې نغښتی بولي او له نړیوالې ټولنې تمه لري، چې د بین الافغاني مذاکرتو په ژر پیل تمرکز وکړي او د سولې پروسه له هغو مخالفینو وژغوري، چې افغانستان ته د ثبات په راتګ کې خپلې ګټې خوندي نه ویني.

پاکستاني لوري ددې تر څنګ هیله کړې، چې د افغان کډوالو رضاکارانه ستنېدا باید د سولې د توافق یوه برخه وګرځي.

پاکستان داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو غږ کوي، چې کابل حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې  یو شمېر تازه ملاحظات راپورته کړي، چې ښایي له امله یې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر یوې نامعلومې نېټې وځنډېږي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې دوحه کې د سولې د شوي توافق له مخې که چېرې ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close