
د نندارچیانو نه شتون؛ کرکټ کې هم د فوټبال په څېر د نندارچیانو مصنوعي شور غږیږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): که څه هم فوټبال لومړی سپورتي فعالیت و چې د کرونا وبا د اغیز څخه وروسته په جرمني کې پېل شو، خو د نندارچیانو نه شتون ددې خوند کم کړی و، په دې لړ کې لوبغاړو ته په لوبغالي کې او لیدونکو ته د تلویزون له لارې د نندارچیانو مصنوعي شور غږیدل پېل شول، تر څو د پخوا په څېر ورته فضا برابره شي.
د نندارچیانو مصنوعي شور د هسپانوي لیګ «لا لیګا» په ګډون ځینو نورو لیګونو هم پېل کړ، خو اوس د انګلستان او ویسټ انډيز کرکټ ادارو هم پریکړه کړې چې د تلویزون په پرده به د نندارچیانو مصنوعي شور غږوي.
د کرکټ په نړۍ کې به انګلستان او ویسټ انډيز لومړۍ لوبډلې وي چې یادې سیالۍ به پېلوي، ددوی ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ د جولایي په ۸مه نېټه د انګلستان په ساوتمپټن لوبغالي کې پېل کیږي.
د بریتانوي رسنیو په وینا، په خالي لوبغالو کې د مصنوعي شور څخه هدف لوبغاړو ته د پخوا په څېر ورته فضا چمتو کول دي، ددې لپاره د پخوانیو سیالیو غږیز فایلونه ترمیم کیږي.
د کرونا وبا له کبله نږدې ۳ میاشتې د نړۍ په شاوخوا کې د نورو فعالیتونو سربېره د سپورت فعالیتونه هم ځنډيدلي وو، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې لومړی فوټبال او ورپسې نور سپورتي فعالیتونه مخ په پېلیدو دي، خو په یادو سیالیو کې نندارچیان شتون نه لري.