افغانستان

ننګرهار کې موټر بم برید د اربکیانو د قوماندان په ګډون اته تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په «ښېوه» ولسوالۍ کې د اربکیانو پر قوماندان باندې موټربم برید شوی، چې له امله یې اته تنو مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼي» رسنیو ته ویلي، چې د شېوې ولسوالۍ په بازار کې د «محلي پولیسو» پر قوماندان «میرزمان» باندې موټر بم برید شوی، چې له امله يې نوموړی له دوو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی او پنځه اربکیان نور ټپیان شوي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د برید مسئولیت چا نه دی منلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close