ورزش

شپږ افغان لوبغاړي په ویسټ انډیز کرکټ لیګ کې اخیستل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ویسټ انډیز کرابین لیګ تجارتي سیالیو لپاره د لسګونو کورني او بهرني لوبغاړو ترمنځ بولي ترسره شوه چې له مخې یې ۶ افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.

په یادو لوبغاړو کې د پخوا په څېر راشد خان او محمد نبي شامل دي، خو د خوښۍ ځای هغه نوي لوبغاړي دي چې په خپل استعداد یې یاد لیګ ته لار موندلې ده.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی نور احمد، چټک توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز، سوکه توپ اچونکی قیس احمد او چټک ځوان توپ اچونکی نوین الحق شامل دي.

راشد خان او رحمان الله ګربز د باربډوس ټریډینټ لوبډلې لخوا، محمد نبي او نور احمد د ایس ټي لوشیا زووکس لوبډلې لخوا، نوین الحق او قیس احمد د ګیانا امازون وریئرز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

د افغان لوبغاړو لخوا راشد خان او محمد نبي د لوړې بیې لوبغاړو په لیست کې دي، چې قیمت یې ۱۶۰ او ۱۳۰ زره امریکایي ډالره دی.

په یاد لیګ کې به ټولې ۶ لوبډلې ګډون کوي چې د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۹مه نېټه به پېلیږي او تر سپتمبر ۱۰مې نیټې به دوام کوي.

د یادو سیالیو پېلېدل به حکومتي اجازې پورې مشروط وي او د نندارچیانو په نه شتون یا د بندو دروازو تر شا به ترسره کیږي.

باید وویل شي چې راشد خان د ۲۰۱۷م کال ویسټ انډیز کرابین سیالیو کې تر ټولو لومړی د ویکټو هیټریک هم کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close