د واحد فقیري سیاسي نوټونه

په افغانستان کي د امریکا د جنګ په اړه د کرملین نظر څنګه بدل سو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د وال سټریټ ژورنال د جولای پر ۶ لیکي د سپټمبر د یولسمي حملو څخه راوروسته، امریکا او روسیې په افغانستان کي ګډ هدف تعقیباوه، او هغه دا چي طالبان رانسکوره کړي او القاعده تباه کړي. 

خو پدې وروستیو کلونو کي دا مشترک مقصد ړنګ سو، ځکه امریکا فیصله کړېده چي د طالبانو له ماتولو پرته له افغانستانه راووځي. 

اخبار لیکي نن سبا چي په واشنګټن کي دا هنګامه توده ده چي روسانو طالبانو ته مربوطو افراطیانو ته پیسې ورکولې چي امریکايي عسکر ووژني، د روسانو او امریکایانو روابط يې لا بحراني کړيدي. وال سټریټ ژورنال لیکي البته مسکو دا تور په کلکه ردوي.

وال سټریټ ژورنال کاږي د ټرمپ اداره هم هڅه کوي چي د دې الزام په اړه شکونه راپورته کړي. د ټرمپ اداره وايي پدې برخه کي استخبارات تایید سوي ندي، او دا خبره د سیاسي مقاصدو په خاطر مطبوعاتو ته څڅېدلې ده. ټرمپ دا رپوټونه «جعلي» یادوي.

اخبار لیکي خو په کانګرس کي دیموکراتان غواړي چي دا مسله انتخاباتو ته کش کړي، څو په انتخاباتو کي يې د ټرمپ پر ضد وکاروي. 

وال سټریټ ژورنال لیکي داسي شواهد او اسناد نسته چي دا وښيي چي روسانو دي هڅه کړي وي چي امریکايي عسکر ووژني. خو امریکایانو په ۲۰۱۸ کي څو تنه روسي نظامیان په سوریې کي ووژل.

امریکايي مبصرین وايي داسي سیاسي محرک نسته چي کرملین دي دېته وهڅوي چي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره دي انعام کښېږدي. 

یو امریکايي مبصر وايي روسان د افغانانو سره پخوانۍ تجربې لري، او افغانانو زیات غولولی دي. هغوی پدې پوهېږي که چیري د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره جایزې ووېشي، سمدستي امریکا پرې خبرېږي. روسان پوهېږي که چیري دا کار وکړي، د امریکا د انتقام  سره به مخامخ سي.

وال سټریټ ژورنال لیکي کله چي د سپټمبر حملې وسوې، پوتین لومړی کس وو چي جورج بوش ته یې ټیلفون وکړ، او د امریکا سره خپله غمشریکي اعلام وکړه. دغه راز، پوتین د امریکا لخوا د افغانستان د اشغال هرکلی وکړ. او امریکا ته يې د افغانستان د اراضي په اړه د روسې د نظامیانو نقشې ورکړې. په کلونو کلونو، روسانو د ناټو او امریکا پر مخ د شمال اکمالاتي لاري خلاصي پرېښودې. کله چي د پاکستان اکمالاتي لاري نا امنه سوې، امریکا له شماله خپل اکمالات کول. 

وال ستریټ ژورنال لیکي په افغانستان کي روسیې د امریکا سره پدې خاطر مرسته کوله، ځکه چي د طالبانو قوتونه د مرکزي اسیا جمهوریتونو ته نژدې سوي ول، او مسکو باور لاره چي هغوی په روسیه کي د اسلامي افراطیانو سره مرسته کوي. مسکو حتی تهدید کړی وو چي په افغانستان کي به افراطیان بمبار کړي.

اخبار لیکي خو روسي نظامیان په افغانستان کي د امریکا د اهدافو په اړه شکمن ول،‌ ځکه امریکا د جهاد په دوران کي د مجاهدینو سره مرسته کوله. د امریکا همدا مرستي د هغوی په یادداشت کي تازه وې.

وال سټریټ ژورنال لیکي کله چي امریکا له افغانستانه خپله توجه د عراق طرف ته واړوله، روسان څه شکمن سول. ځکه روسانو د عراق له جنګ سره مخالف کاوه. بلخوا، د امریکا د اشغال سره سم په افغانستان کي د مخدره موادو کاروبار او قاچاق رونق او رشد وکړ، او دې مسلې د روسانو د مخدره موادو داخلي مشکلات لا ور ډېر کړل.

اخبار لیکي کله چي اوباما له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو خبره راپورته کړه، روسان لا شکمن سول، ځکه امریکایانو طالبان نه ول ختم کړي. 

وال سټریټ ژورنال لیکي سیاسي مبصرین وايي پدې وخت کي روسانو هڅه وکړه چي په افغانستان کي د مختلفو ډلو سره خپل تماسونه ټینګ کړي. روسان اندېښمن ول چي افغانستان به بله سوریه سي. څرنګه چي افغانستان د روسیې په جنوب کي پروت دی، د روسانو تشویش لا ډېر سو. 

سیاسي څارونکي وايي روسانو په ۲۰۱۵ کي د امریکا او ناټو پر مخ د شمال اکمالاتي لاري بندي کړې، او امریکا په ۲۰۱۷ کي ادعا وکړه چي روسان طالبانو ته وسلې ورکوي. البته‌ مسکو دا تور رد کړ.

پدې وخت کي مسکو د افغانستان په دننه کي د داسي ډلو سره تماسونه ټینګ کړل چي امریکا يې خپل دوښمنان تلقي کول. 

اخبار لیکي له هغه وخت راهیسي چي امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو نیت څرګند کړیدی، کابل د سیمه ایزو قدرتونو او ګټو د مسابقې په میدان بدل سویدی. ځکه هر څوک کوښښ کوي چي د افغان ډلو سره تماس ټینګ کړي. 

یو سیاسي مبصر وايي،«ښايي څو ملکونه د طالبانو سره مرسته کوي، مګر دا چي طالبان پدې مرستو څه کوي، هیڅوک کنټرول باندي نه لري. کله چي تاسي یو چا ته وسلې ورکړئ، دا چي بیا هغه څه باندي کوي، څوک یې کنټرولولای نسي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

There are 2 possibilities for making these false claims

First, democrats might have paid for these claims to cause headache and pain for Mr. Dump and win election from Dump

Second, it could be CIA to make reasons to ignore the agreement and stay in Afghanistan after the election to have another state of Israel in the heart of Asia

جمیل

د میړنی افغان ولس قربانی او د دین او د هیواد د ژغورونکو او ساتونکو مجاهدینو هلی ځلی او د بریالیتوب راز پدی لیکنه کی په ډیر مهارت او مکاری سره پټ سویدی . د بلشویکی شوروی اتحاد او د شرقی بلاک(وارسا) هیوادونو چی د روسیی په مشری یی افغانستان اشغال کړ امریکا او ملګری ملتونو هم د افغانستان غلام دولت په رسمیت پیژندی او کیسه ختمه وه ، خو کله چی افغان مجاهد ولس جهاد ته ملا وتړله د امریکا نظر بدل سو ، روسیی هم چی د افغانانو جهاد او زړه ورتیا ولیدل او پوه سول چی امریکا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close