ورزش

شاهد افریدي؛ له ماتې خوړلو وروسته هندي لوبغاړو له موږ بخښنه غوښته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر شاهد افریدي وایي، موږ لوبه کې هندي توپ اچونکي داسې وهل ټکول چې وروسته به یې له موږ څخه بخښنې غوښتې.

په یوه مرکه کې شاهد افریدي وویل چې د هند لوبډلې پر وړاندې یې تل له لوبې خوند اخیست، د نوموړي په وینا چې موږ هند لوبډلې ته څو څو واره سترې ماتې ورکړي او له لوبې وروسته یې له موږ څخه بخښنې هم غوښتي دي.

هغه وایي، «هند او استرالیا پر وړاندې لوبه کول چې د نړۍ یو له غوره لوبډلو څخه دي او فشار هم زیات وي لویه ننګونه ده، مګر ما به تل ترې خوند اخیست، د هند پر وړاندې په چینایي ښار کې د ۱۴۱ منډو ټیسټ پاڼۍ زما تر ټولو غوره ده».

شاهد افریدي دا خبرې داسې مهال کوي چې تر دې دمه پاکستان د هندوستان لوبډلې پر وړاندې په پنځوس اوریزو او شل اوریزو نړیوال جام کې هیڅ کومه بریا نه ده خپله کړې. هند شپږ واره په یو ورځني او ۵ واره په شل اوریزو لوبو کې هند ته ماتې ورکړې ده.

ددې هر څه سربېره شاهد افریدي زیاتوي چې په هند کې د نوموړي زرګونه مینوال دي او هغوی لا هم له ده سره بې سارې مینه لري.

افریدي چې کرکټ کې په «بوم بوم» شهرت لري، د یو شمېر ریکارډونو سربېره د نړۍ دویم لوبغاړی دی چې په نړیوالو لوبو کې یې زیاتې (۴۷۶) شپږیزې وهلې دي، په دې لړ کې کریس ګېل لومړی مقام لري.

په تېرو څو میاشتو کې چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په ستونزه ناندرې روانې دي، شاهد افریدي هم ددې کمپاین برخه ګرځېدلې چې د هندي لوبغاړي ګوتم ګمبیر سره څو څو واره په خواله رسنیو کې مخامخ شوی او پر یوه بل یې تورونه لګولې دي.

د یادونې وړ ده چې شاهد افریدي له تېرو څو کلونو راهیسې په ځانګړي ډول په هېواد کې د بېوزله کسانو سره مرسته کوي، او د (شاهد افریدي ناټ اوټ) په نوم خیریه بنسټ هم لري.

دوه اونۍ وړاندې شاهد افریدي په کرونا ناروغۍ اخته شوی و چې اوس یې روغتیایي وضعیت ښه شوی او یادې وبا ته یې ماتې ورکړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close