
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزارت نن د سه شنبې په ورځ د جولایي په ۷مه نېټه په دغه هېواد کې د تېرو څلور ویشت ساعتونو په دوران کې د ۱۹۶ مثبتو پېښو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې ۲۲ کسان مړه شوي او ۱۲۶ بېرته روغ شوي دي.
د یادو شمېرو سره اوسمهال په هېواد کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۳۳۳۸۴ ته رسېدلی، چې ۹۲۰ کسان مړه شوي او ۲۰۱۵۱ بیرته رغېدلي دي.
د عامې روغتیا د وزارت چارواکو سربېره په هېواد کې نور طبي پوهان او مبصرین باوري دي چې، په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو او د مړینو شمېر له ښودلو شویو هغو څو چنده لوړ دی.
خو بل لوري ته د عامې روغتیا وزیر جواد احمد عثماني وایي، د هېواد په کچه د کرونا ویروس پخوانی زور مخ پر ختمېدو دی او په ورځنیو پېښو کې هم په پراخه کچه کموالی راغلی دی، خو بشپړ ویروس به هغه مهال له منځه ځي چې ددې واکسین چمتو شي.
د هېواد په کچه د کرونا له کبله کابل (۱۳۵۶۳)، هرات (۵۰۵۵)، بلخ (۱۷۲۶)، ننګرهار (۱۳۶۱) او کندهار (۱۳۱۱) تر ټولو زیات ځپل شوي ولایتونه دي.
ددې سربېره د ولایتونو په کچه زیاته مړینه په کابل کې رامنځته شوې چې شمېر یې (۲۵۸) تنو ته رسیږي، هرات کې (۱۴۶)، ننګرهار کې (۶۴)، بلخ کې (۶۰) او کندهار کې (۲۷) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مثبتو پېښو او د مړینو شمېر سربېره په هېواد کې د کرونا ناروغۍ څخه له ۲۰ زرو زیات کسان بیرته روغ شوي هم دي، چې له مخې یې (۱۱۶۴۳) په کابل، (۲۰۰۴) په هرات، (۷۱۶) په بلخ، (۶۰۶) په ننګرهار او (۵۲۰)
په کندهار کې رغېدلي دي.
د یادونې وړ ده چې کرونا وبا د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې ځالې کړي او له ۱۱ ملیونو زیات کسان یې نیولي دي، په دې لړ کې له نیم ملیون زیاتو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۶ نیم ملیونه وګړي بیرته روغ شوي دي.