نن ټکی اسیا

د کابل، بجینګ او اسلام اباد درې اړخیزه ناسته؛ ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت په کوربتوب د کابل، اسلام اباد او بیجینګ په درې اړخیزه ناسته کې ګډونوالو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په مسئولانه وتلو ټینګار کړی.

دغه ناسته چې نن د ويډیو له لارې رابلل شوې وه د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «میرویس ناب»، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «سهیل محمود» او د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر «لو ژانووي» پکې ګډون کړی و.

د ناستې په تړاو خپره شوې ګډه اعلامیه کې درې واړه هیوادونو د سولې، امنیت، همغږۍ او ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا  ژمنه کړې او د ګډو همکاریو په دوام يې ټینګار کړی.

د خبرپاڼې په بنسټ، چین او پاکستان بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې برابرېدلو په موخه د طالب بندیانو د خلاصون له امله د کابل حکومت مننه کړې، د تاوتریخوالي په کمښت یې ټینګار کړی او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې لپاره یې د ګډو هڅو ژمنه کړې.

د غونډې درې واړه ګډونوالو د «تروریزم د پياوړتیا» د مخنیوي په موخه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په منظم، مسئولانه او شرایطو ته په کتو وتلو باندې ټینګار کړی او «ختيځ ترکستان اسلامي جنبش» او نورو «ترهګرو» ډلو په وړاندې یې ېد ګډې مبارزې هوډ څرګند کړی.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه داسې مهال د بهرنیو ځواکونو د مسئولانه وتلو غوښتنه کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووزي.

د روسيې او ایران په ګډون د افغانستان یو شمېر ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د نا ارامۍ او جګړې لامل بولي او د وتلو غوښتنه یې کوي.