شعـــــرونه

زما زړه چي په جانان پسې ژړېږي

زما زړه چي  په  جانان  پسې ژړېږي
لكه  درد چي  په  درمان پسې ژړېږي

زه د داسي چا  په مينه ګرفتار يم
چي هر يو پاك مسلمان  پسې  ژړېږي

شبنمي اوښكي دحورو پسې څاڅي
باران ، واورې   هم   آسمان  پسې ژړېږي

پتنګان  ، شمعې ، ډېوي  او رڼه ستوري
لمرسپوږمى،درياب،ماهيان پسې ژړېږي

دګلشن بلبلان درست يې اخلاق ستايي
ګلان  څه  چي ګلستان  پسې  ژړېږي

دا دلو ځمكې داستر ستر بيابانونه
لو درې  لوى كهكشان پسې  ژړېږي

شرافت او مظلوميت  ته چي يې ځير شم
خاص يو سف دى او كنعان پسې ژړيږي

چبرائيل  يې  دهجرا ن طاقت رانه ووړ
په صوتو تر لامكان  پسې  ژړيږي

تا هم  ګران ستايلى دى عبدالرحمانه !
چي الهام  دي  په  دېوان  پسې  ژړېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx