افغانستان

«پاکستاني لوري افغان خاوره کې لوېدلې کشفي الوتکه له ځانه سره وړې»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په کونړ ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان یوې کشفي الوتکې سقوط کړی، چې پاکستانيان يې په تعقیب پسې د افغانستان خاورې ته ننوتلي.

د کونړ د والي ویاند «عبدالغني مصمم» وایي، یاده بې پیلوته الوتکه تېره شپه «دوشنبه» دکونړ ولایت د سرکاڼي ولسوالۍ اړوند کمر سر سیمه کې له ډيورنډ فرضي کرښې ۷۰۰ متره لیري د افغانستان په خاوره کې راپرېوتې.

د کونړ ځايي چارواکو که څه هم د الوتکې د سقوط  لامل نه دی په ډاګه کړی، خو امریکا غږ راډیو ته یوې سرچینې ویلي، چې پاکستاني امنیتي ځواکونه په خپله لوېدلې الوتکه پسې د افغانستان خاورې ته داخل شوي او الوتکه یې له ځانه سره وړې.

یاده دې وي، چې پاکستان لا په رسمي ډول د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ساحه خو د طالبانو د کنترول لاندی ده، بیا څنګه هغوی هر څه ځان سره وړی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close