نن ټکی اسیا

پوهنې وزارت: حضوري زده کړې به تر یوې ټاکلې مودې بندې وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پوهنې وزارت وایي، غیر حضوري زده کړې به دوام لري، خو حضوري زده کړې به تر یوې ټاکلې مودې پورې بندې وې.

د پوهنې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د افغانستان اسلامي جمهوریت د یو مسئول دولت په توګه د هیوادوالو د ژوند، حقوقو او ګټو هر اړخ په پام کې نیسي. اوس چې په نړۍ او افغانستان کې د کویډ – ۱۹ پانډیمي خپره ده، د انسان ژوند او بقا ساتل تر هر څه مهم دي. له همدې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې پریکړه کړې ده چې ښوونځي تر یو ټاکلي وخت په حضوري توګه بند خو غیر حضوري زده کړې دوام کوي.»

پوهنې وزارت ځان د افغانستان ماشومانو او د سواد زده کړې عمر لرونکو ته د با کیفیته او عادلانه تعلیمي خدماتو د رسولو «مسئول» بللی او څرګنده کړې یې، چې د ځاني زده کړو، تلویزیون، ویب سایټ، موبایل اپلیکیشن او نورو لارو د تعلیمي خدماتو عرضه ژر پیلوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې پوهنې وزارت د رخصتیو په مهال د تېرو شویو درسونو د جبران لپاره معقوله طرحه هم جوړه کړې او عاجل تدابیر یې سنجولي.

پوهنې وزارت داسې مهال د تعلیمي مراکزو د بندېدو موده غځوي، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ښوونځیو مسئولینو ته امر شوی، د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو سره ښوونځي خلاص کړي.

د مګړۍ د هیواد په زیاتره هغه سیمو کې چې واک یې د طالبانو سره دی، ښوونځي خلاص دي او ماشومان ښوونځیو ته ځي.