افغانستان

طالبانو په هرات کې یو باب دیني مدرسه پرانیستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون لخوا په هرات ولایت کې یو باب دیني مدرسه پرانیستې ده، چې عملا په کې یو شمېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په هغه خبر کې چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه خپور شوی راغلی، دغه پرانیستل شوې دیني مدرسه د هرات ګلران ولسوالۍ په طوطیچې سیمه کې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په نوم نومول شوې او چار سمبالو ته یې د طالبانو سیمه ییزو مسئولینو سپارښتنه کړې، چې د ولس بچیانو د اسلامي تعلیماتو او پوهې په رسولو کې خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.

په خبر کې دغه راز ویل شوي، چې د یادې مدرسې پرانیست غونډې ته د سیمې ګڼ شمېر علماء، قومي مخور او عام خلک هم راغلي وو او د طالبانو د تعلیم او تربیې له سیمه ییزو مسئولینو څخه یې مننه وکړه، چې ددوی د بچیانو د تعلیم او روزنې لپاره یې دغه مدرسه جوړه کړه.

باید وویل شي چې په هېواد کې له کرونا وبا سره د مبارزې په لړ کې د طالبانو د تعلیم او تربیې کمیسیون ټولو تعلیمي ادارو او مدرسو ته سپارښتنه کړې، چې د روغتیايي اصولو په نظر کې نیولو سره خپلې تعلیمې بوختیاوې پيل کړي، چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ګڼ شمېر دیني مدارسو او تعلیمي ادارو خپل درسونه پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx