ټولنیزه برخه

کرونایي حالاتو کې د یوه ایراني دردوونکې کیسه

حامد افغان

شپېته کلنۍ کې له ډېرو منډو ترړو او ستومانیو وروسته د څلورو دکانونو څښتن شوم، یوه کې خپل کاروبار کوم او نور دری مې په اجاره ورکړي دي. له دې سره یو خپل کور هم لرم، چې زه او مېرمن مې په کې اوسو، زما دوه زامن او دوه لوڼه دي، هغوی ته مې ټول مادي حقونه رسولي دي، ودونه مې ورته کړی دي او پخپلو شخصي کورونو کې اوسي.

ښایسته لمسي لرم، موږ تول له ارامي او خوندونو ډک ژوند کوو او هیڅ ستونزې نه لرو. کرونا چې راغله مېرمنې مې راته وویل چې څه وخت دکان وتړه، هسې نه کرونا دې ونیسي، خو ما ونه منله، مال زه کار نه پریږدم. دا مهال مې مېرمنې لویه مېلمستيا تیاره کړه او زموږ لوڼه او زامن یې د هغوی له کورنیو سره ټول رادعوت کړل. دا د دې لپاره چې ټول ما مجبوره کړي چې څه وخت باید کار ودروم.

زه په دې کیسه نه وم خبر، ماښام چې له کاره راغلم، چې ګورم دسترخان غوړیدلی او له ګڼ شمېر خوړو او مېوو ډک دی، خو مېرمن مې غمژنه د دسترخان خواته ناسته ده، ما چې وپوښتله هغې توله کیسه راته وکړه او زیاته یې کړه چې لوڼه او زامن یو هم نه راځي او په چټي بهانو یې ځانونه خلاص کړل.

ما هغه ساعت پرېکړه وکړه چې نور کار ته نه ځم او په کور شوم. څو شپې وروسته مې مېرمنې اولادونو ته موبایل وکړ او ورته ویې ویل چې پلار مو په کرونا ویروس اخته شوی. نو هغوی موبایلونه راته کول او پوښتنه به یې کوله. خو مېرمنې به مې ورته ویل چې د هغه حالت ورځ تر بلې خرابیږي. اخیر یې ورته وویل چې هغه مو روغتون ته انتقال کړ. مېرمنې مې هغو ټولو ته وویل چې اقلا یوځل خو د هغه لیدلو ته راشئ، خو هغوی ټولو عذرونه کول او یو هم رانغی.

څو ورځې وروسته مې مېرمنې هغوی ته وویل چې پلار مو وفات شو او د کفن او دفن چارې یې دولت ترسره کړې! هغې ورته وویل چې زه پخپل کور کې د څوارلس ورځو لپاره کرنتین یم. د کرونا ستونزه نه لرم.

زما د مړینې له (درغژن) اعلان وروسته مې ټول اولادونه زما کور ته راغلل، د غم جامې یې اغوستې وې او ټولو ژړل، دوی له خپلې مور سره کېناستل او زه په یوه ځانګړې کوټه کې پټ وم! کله یې چې پر مرحوم (ما) فاتحه وویله نو د میراث ترلاسه کولو کاغذونه یې راوایستل!

له دوی سره د میراث ترلاسه کولو شرعي اسناد وو، په کومه موده کې یې چې مور کرنتین وه، هغه مهال یې میراث ټول سره وېشلی و. همدا یو کور یې مور ته ورکړی و. نن چې راغلل نو هر یوه غوښتل چې همدا نن میراث ترلاسه کړي. مور یې زارۍ ورته کولې چې څو شپې صبر وکړئ، د پلار مو د فاتحې شپې ورځې لا نه دې ختمې، خو هغوی هیڅ نه منله.

‏     کله چې دوی هر څه سره ووېشل او هر یوه خپله برخه ترلاسه کړه؛ دا مهال زه له خپلې کوټې ورته راووتلم، څه مې چې زړه غوښتل هغه مې ورسره وکړل او ټول مې له کوره سپک او ذلیل وشړل.

دا مهال زه پوه شوم چې ما څلور اولادونه نه دې روزلي، بلکې ما د کرونا څلور غټ وایرسونه روزلي دي! دا مهال مې پرېکړه وکړه چې خپل ټول جایداد به پلورم او پیسې به یې د کرونا ناروغانو ته وقف کوم. او زه او مېرمن به مې کلي ته ځو، هلته به کوچنی کور راته جوړوم، څو مېږې به اخلم، هغه به ساتم او ساده ژوند به کوم. له دې بازاري چاپیریال او دې بازاري اولادونو هغه کلی او مېږې ډېرې  راته ښې دي.

له فارسي عربي ته او له عربي پښتو ته.
أمير ستار نصيرياني كازرون، شيراز
چې د کرونا ناروغانو ته یې ډېره شتمني او څلور تجارتي مرکزونه وقف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx