افغانستان

د اشرف غني د یو ځانګړي ساتونکي جسد په بامیانو کې پیدا شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بامیانو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل ادارې د مشر ډاکټر محمداشرف غني د یو ځانګړي ساتونکي جسد یې د پایموري په سیند کې موندلی دی.

بل لورته د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي عزیزاحمد عالمیار خپلوانو هم د نوموړي مړینه تایید کړې او زیاتوي، چې عالمیار د شیبر ولسوالۍ په سیند کې د لامبو پرمهال اوبو کې د ډوبېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بامیان تلویزیون د شیبر ولسوالۍ امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د عالمیار جسد یې د نورو څیړنو په موخه د کابل عدلي طب څانګې ته استولی، ترڅو معلومه کړي چې هغه په طبیعي توګه مړ شوی او که مسموم شوی؟

د بامیانو ولایت شیبر ولسوالۍ سیند له میدان وردګو، پروان او بغلان ولایتونو سره پوله لري.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې نامعلومو کسانو په کابل ښار کې د ډاکټر غني د پلار د تره زوی رشاد احمدزی هم په مرموزه توګه په خپل کې وژلی ؤ، چې تراوسه یې وژونکي معلوم شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close